د روغتیا نړیوال سازمان بهرنیو رسنیو ته ویلي چې لا هم په افغانستان کې د پولیو نښې نښې نښان لیدل کېږي او داسې اټکل کېږي چې دغه پېښې به ډېرې شي. دغه سازمان وايي چې په دې وروستیو کې په کندهار او ځینو لرو پرتو سیمو کې د پولیو پېښې ثبت شوې دي. سرچینه وايي د پولیو واکسینو د کمپاین په لار کې تر ټولو ستر خنډ نا امنۍ او وسله والې ډلې دي. د عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې دوی په هېواد کې د واکسینو د تطبیق لپاره هڅه کوي، خو د امنیت په برخه کې لا هم ستونزې لري. د افغان چارواکو په وینا په هر ځل کمپاین کې ۱،۵ میلیونه ماشومان له واکسینو پاتې کېږي، ځکه وسله والې ډلې ددوی همکارانو ته ستونزې جوړوي. پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي دمګړی یوازې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې پاتې ده او د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي دغه ناروغي له منځه یوسي.



































