د خوست ځايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو سړکونو او د لښتيو د جوړيدو چارې د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې دي. د مسوولينو په وينا، د يادو پروژو چارې به تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې بشپړې شي. ويلکېږي، په دې پروژو کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د خوست ښاروالۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې روان کال په دې ولايت کې ۳۲ پروژې په پلان کې نيول شوي، چې له ډلې يې د ۲۲ پرژو چارې روانې دي او پاتې پروژې به د دې کال تر پايه بشپړې شي.