د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د هلمند په ۱۱ ولسوالیو کې به معیاري روغتونونه جوړ شي. د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي، چې په دې پروژه کې د هرې ولسوالۍ لپاره یو روغتون منظور شوی چې د مرکز لښکرګاه د روغتونونو په څېر به معیاري او مجهز وي. هغه زیاته کړه چې په دې روغتونونو کې به څلور ډوله روغتیایي خدمات وړاندې کېږي چې د ولسوالۍ د نفوسو اړتیاوو ته په کتو به تنظیم شوي وي. بلخوا د یادو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي ۲۰۲۵ کال کې د دې پروژې هرکلی کوي او هیله ښيي چې روغتیایي ستونزې به یې تر ډېره هوارې شي.