د برېښنا شرکت وایي چې په تیرو درېیو کلنو کې یې خپل ۲۵۹ میلیونه افغانۍ پورونه ترلاسه کړي دي. د دغه شرکت مسوولین وایي، اوس مهال هم د یاد شرکت د پورونو د راټولو لړۍ دوام لري. د افغانستان د برښنا شرکت پخوانی رییس وایي چې باید یوه داسې کړنلاره جوړه شي چې د برېښنا ټول پورونه په منظمه توګه راټول کړای شي. که څه هم د برېښنا د پورونو د راټولولو بهیر روان دی، خو د برښنا کمښت لا هم د هیواد ښاروالانو لپاره یو جدي ننګونه ده. دا په داسې حال کې ده چې ځینې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې د افغانستان برېښنا شرکت باید راټول کړي پورونه په هیواد کې له کورنیو سرچینو د برېښنا پر تولید ولګوي.