د سیمې ځينو هېوادونو د خپلو موخو لپاره تل د افغانستان د نارامۍ هڅه کړې ده. اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د سیمې ځينې هېوادونو د خپلو موخو او اهدافو لپاره تل د افغانستان د نارامۍ لپاره کار کړی دی. دده په خبره د افغانستان جغرافیايي موقعیت ددې سبب شوی، چې هر څوک د خپلو حریفانو د ځپلو او یا هم په سیمه کې د خپلو ځينو موخو د عملي کولو لپاره له هغې استفاده کوي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغانستان له روان حالت د وتلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ غواړي. د عبدالله عبدالله په وینا له پاکستان یې هم په ځلونو غوښتي چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او له افغان حکومت سره همکاري وکړي، چې د ترهګرو امن مرکزونه له منځه لاړ شي. اجرایه رییس همدا راز د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ، چې په سیمه کې د ستونزو د حل لپاره دې له افغانستان سره یو لاس شي.عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې د راتلونکو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ. دده په خبره راتلونکې میاشت پارلماني او راتلونکی کال ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي.



































