د لغمان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې نږدې ۲۹ زره پېژندپاڼې وېشلې دي. د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتوکې د ۱۱۰۲۶ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۱ زره ۹۴۶ برېښنايي پېژندپاڼې او ۵ زره ۹۹۳ د زېږون کارتونه وېشل شوي، چې له درکه یې ۱۵ میلیونه ۲۷۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د یادولو وړده، چې یاد ریاست د دې ترڅنګ ۲ زره ۸۵۰ پېژندپاڼې تایید او ۵۷۸ د مړینې پارچې هم ورکړې دي.



































