د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د اوبو دوه کوچني ذخیروي بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې دغه ذخیروي بندونه یې د یاد ولایت په مقر او ګیلان ولسواليو کې د ۴ میلیونه، ۹۰۸ زره افغانیو په لګښت جوړ کړي دي. د مسوولینو په خبره د سه ګانسه کوچنی بند د ۴ متره په لوړوالي او د ۳۵ متره په اوږدوالي او د خوزیو کوچنی بند د ۵.۲ متره په لوړوالي او د ۵۷ متره په اوږدوالي سره جوړ شوی، چې دواړه بندونه د ۶۹ زره ۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.



































