سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د افغانستان د سولې په پروسه کې شته ابهامونه

لیکنه: د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

فبروري 17, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د خپل هېواد کانګرېس ته په کلنۍ وینا کې وویل: «ما په افغانستان کې د یوې سیاسي روغې جوړې لپاره خبرې اترې چټکې کړې دي. د امریکا حکومت په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له مختلفو افغان ډلو سره رغنده خبرې لري او که دغو خبرو پرمختګ وکړ، بیا په افغانستان کې ځواکونه کمولی شو او تمرکز به له ترهګرۍ سره پر مبارزه وي».

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې له CBS)) ټلوېزیون سره هم په يوه مرکه کې ویلي وو، چې له افغانستانه به خپل عسکر وباسي او په دغه هېواد کې به امریکا یوازې پر استخباراتي چارو تمرکز وکړي؛ خو د نوموړي د دې پرېکړې پر وړاندې د امریکا د سنا مجلس مخالفت کوي او هڅه یې دا ده چې ټرمپ له افغانستانه امریکایي عسکر ونه باسي. افغان ولسمشر هم د ټرمپ له دې پرېکړې ناخوښ ښکاري او هڅه کوي چې ټرمپ له خپلې پرېکړې واوړي؛ ځکه په قطر کې د طالب او امريکايي استازو له وروستيو خبرو اترو وروسته یې ټرمپ ته یو لیک لېږلی او له ټرمپ څخه یې غوښتنه کړې چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري ونه باسي.

د افغان سولې په اړه که څه هم په اوسمهال کې تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دي؛ خو لا هم له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو او راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه ځینې ابهامونه شته، چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

د امریکا– طالبانو خبرې اترې

د امریکا او طالبانو ترمنځ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان سولې په تړاو څو ځله مخامخ خبرې وشوې او د خبرو دا پروسه په خورا چټکۍ مخ ته روانه ده. که څه هم په ابوظبۍ کې د دواړو لورو ترمنځ له درېیمې ناستې را وروسته، د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې، خو دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ بېرته پیل شوې او په څلورمه ناسته کې په ډېرو موضوعاتو بحثونه وشول.

د څلورمې ناسته په اړه تمه دا وه، چې دواړه لوري به د بحثونو د پرمختګ په اړه ګډه اعلامیه خپره کړي؛ ځکه رسنیو په دغو خبرو کې د زیات پرمختګ او د مختلفو موضوعاتو په اړه (له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش، د بندیانو تبادله، اوربند، لنډمهاله حکومت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته نورو ته له افغانستان څخه خطر نه پېښېدل) د یوې عمومي هوکړې په توګه خپاره کړل.

د قطر له ناستې وروسته زلمي خلیلزاد له دغو خبرو خوښي وښوده او ویې ویل: «له طالبانو سره په شپږ ورځنیو خبرو کې رغنده او حیاتي بحثونه وشول او په دغو بحثونو کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي، خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې». طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «د مذاکراتو په دې پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مهمو مسایلو بحث او پرمختګ وشو».

له دې ټولو سره سره لا هم د سولې بهیر له یو ډول ابهام سره مخ دی او ځانګړی لوری یې معلوم نه دی؛ ځکه له یوې خوا د سولې خبرې تر ډېره د بندو دروازو تر شا دي او جزیات یې څرګند نه دي، له بلې خوا له روانې پروسې سره د افغان حکومت مخالفت او له امریکا سره یې د اړیکو راتلونکی، هغه څه دي چې په اړه يې اندېښنې زیاتې شوې دي.

په خبرو کې مبهم ټکي

د افغانستان په څېر په یوه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې هر ګام خلکو ته خورا هیله بښونکی ښکاري. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته هم افغانان خوښ دي او تمه یې دا ده چې همدا خبرې روانه جګړه پای ته ورسوي، خو په دغو خبرو کې لا هم لاندې څو موارد په یو ډول ابهام کې دي:

لومړی: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي او په روانو خبرو کې هم تر ټولو مهمه موضوع ده، چې په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د امریکا کانګرېس ته د ټرمپ وروستۍ وینا او له دې وړاندې له CBS)) ټلوېزیون سره د نوموړي مرکه ښیي، چې امریکا له افغانستانه خپل سرتېري باسي، خو د امریکا د واکمن ولسمشر له دې پالیسۍ سره د امریکا د سنا مخالفت او خپله د ټرمپ د خبرو دا برخه چې وایي: «که ځواکونه باسي، نو پر استخباراتي چارو به تمرکز زیاتوي.» هغه ټکي دي، چې په افغانستان کې یې د بهرنیانو حضور مبهم کړی دی.

دویم: د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو روانې پروسې ته تر ډېره د پاکستان او امریکا د معاملې په سترګه کتل کېږي. پوښتنې دا دي چې ولې پاکستان له لسیزو وروسته د افغان سولې په اړه همکاري کوي؟ په دې برخه کې یې ګټې څه دي؟ ایا پاکستان ته څه ورکړل شوي چې همکاري وکړي؟ که ورکړل شوي دا یوازې د امریکا او پاکستان ترمنځ معامله ده او که د افغانستان په اړه هم له پاکستان سره معامله شوې؟ دا پوښتنې ځکه پیدا کېږي چې افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې د ګندمک د معاهدې یادونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل: «هېڅ مور داسې زوی نه دی زیږولی چې پر ما د ګندمک په شان تړون لاسلیک کړي».

درېیم: د سولې په روانو خبرو کې افغان حکومت او طالبان د یو او بل خلاف دریځونه لري. طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي او افغان حکومت له خپل حاکمیت پرته د سولې هېڅ راز خبرې نه مني. په روانه پروسه کې یو بل ابهام همدا دی چې ایا د افغانستان د راتلونکي په تړاو به د امریکا او طالبانو ترمنځ تفاهم کېږي او که افغان حکومت به هم پکې ورګډېږي، یعنې د سولې په روانو خبرو کې به وروستی تصمیم د امریکایانو او افغانانو ترمنځ وي او که یوازې د افغانانو ترمنځ وي؟ دا جدي مسله ده؛ ځکه که امریکا د افغان حکومت له دغه دریځه ملاتړ وکړي، ښایي طالبان یو ځل بیا له خبرو پر شا شي او که ملاتړ یې نه کوي، ښایي د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شي.

څلورم: د سولې په روانو خبرو کې طالبان د اساسي قانون د تعدیل او په ټولیز ډول د نظام په جوړښت کې د اصلاحاتو خبرې کوي، خو د ابهام ټکی پکې دا دی چې ایا راتلونکی نظام به طالب محوره (لکه د ایران د اوسني نظام په شان چې د خپل هېواد د مذهبي مشرانو تر نفوذ لاندې دی) وي، چې نور ورسره ولاړ وي او که هر څوک کولای شي له یوې ټاکلې مودې وروسته د طالبانو له هر ډول نفوذ څخه پاک حکومت ترلاسه کړي؟

پایله

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیانو وتل، تر ټولو مهمه موضوع ده چې طالبان یې په اړه کلک دریځ لري، خو د ټرمپ له وروستۍ وینا داسې ښکاري چې امریکا په دې لټه کې ده چې په یو ډول نه یو ډول خپل حضور په افغانستان کې وساتي. ښایي په افغانستان کې له اوسنيو شته زرګونو امریکایي سرتېرو څخه یې اکثریت له افغانستانه و ایستل شي، خو لکه څنګه چې ټرمپ وویل، امریکا به په افغانستان کې خپل استخباراتي کسان ساتي او هڅه یې دا ده چې پر طالبانو دا ومني او په راتلونکي کې هم د افغانستان په خاوره کې د ځان لپاره ځای ولري.

له بله اړخه د سولې په روانو خبرو کې طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړې او تېره اونۍ هم افغان حکومت د مسکو په ناسته کې ګډون نه درلود. طالبانو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له مطرحو سیاسي، جهادي، قومي او مذهبي څېرو سره خبرې وکړې چې دا ناسته د بین الافغاني تفاهم لپاره لومړنی ګام بللی شو، خو افغان ولسمشر د مسکو د غونډې په ورځ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، چې دغه سیاسیون اجرایوي صلاحیت نه لري او هره هوکړه چې وي، افغان حکومت به یې کوي.  دا بیا هغه ستونزه ده چې د حل لپاره یې لارې چارې لا هم وخت ته اړتیا لري.

په ټوله کې داسې ښکاري چې که طالبان له امریکا سره د سولې په خبرو کې یوې نهایي هوکړې ته ورسېږي او دواړه لوري د جګړې له دوامه لاس واخلي، د بین الافغاني تفاهم یا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو موضوع هغه څه ګڼلی شو چې ښایي د مسکو ناستې ته له افغانستانه تللي سیاسي او جهادي مشران یې د حل لپاره لاره هواره کړي او په یو ډول د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوی بُن‌بست له منځه یوسي.

Share39Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In