قزاقستان د افغان – ټرانس پروژې جوړېدو ته پاکستان او نورې خواوې هڅوي. د قزاقستاني رسنیو د راپور له مخې، د قزاقستان د ترانسپورت وزارت پرون ویلي، چې د دوی د ریللارو د ملي شرکت ريیس (دامیر کوژاخامیتوف) پاکستان ته تللی چې د افغان – ټرانس پروژې د پرمخ بیولو لپاره د ترانسپورت او لوژستیک له کمپنیو سره خبرې وکړي. د افغانستان له لارې د ریلګاډي په وسیله د ازبکستان او پاکستان د نښلولو د پروژې موافقه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د مخکني حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه. د دې۵۷۳ کیلومتره ریلارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره اټکل شوی دی. د پلان له مخې، دغه پټلۍ به له مزارشریف څخه تر غلام خان بندر پورې وغځول شي.