د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې خپلو مراجعینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا ډېرې اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېستم فعال کړی دی. د یادې ادارې مسوولینو وایي، په هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي، چې ځینې مراجعین د تابعیت په پېژندپاڼو، زېږون کارتو او نورو اړوندو اسنادو کې د ستونزو د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه کوي. مسوولین وایي، دوی تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پروخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي. د یادونې وړ ده، چې دا سېسټم د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو له لوري رامنځته شوی، چې په فعالېدو سره به یې د نوبت اخیستو برخه کې د مراجعینو ټولې ستونزې حل شي.