«نجا ۲» پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې نندارې ته وړاندې شو. دغه فعالیت د چين د فلمي چارو ملي ادارې، د چين ميډیا ګروپ او ملګرو ملتونو کې د چین د کتاب انجمن لخوا په ګډه جوړ شو. د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي شو هاو ليانګ او په ملګرو ملتونو کې د فرانسې، روسيې، يونان او تايلنډ ډيپلوماتانو په ګډون څه د پاسه ۱۵۰ مېلمنو په دغه فعالیت کې ګډون کړی و.
ښاغلي شو هاو ليانګ وويل، د چین فلم «نجا ۲» د نړۍ په زياتو هېوادونو او سيمو کې خپور شوی چې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ کولتوري تبادلې پياوړې کړې دي. دغه فلم د چين په دوديز کلتور کې د افسانوي کيسو په ويلو سره د بېلابېلو هېوادونو کلتورونه سره وصلوي. د دې فلم تولیدي کچه هم غوره ده او دا ښیي چې د چین د کارټوني فلمونو د جوړولو تخنیکونه د نړۍ لومړنۍ کچې ته رسیدلي دي.