فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د پنټاګون د لوړپوړو چاوراکو لېستونه چمتو کوي چې له دندو یې ګوښه کړي، مګر دا لومړی ځل نهدی چې یوه اداره د نويو سیاسي اهدافو د سمون لپاره لوړ پوړي پوځي قوماندانان له دندو لرې کوي او پر ځای یې نور ټاکي. د راپور له مخې، ټرمپ هم غواړي چې د خپلو پالسیو د ښه تطبیق لپاره په پنټاګون کې د لوړپوړو چارواکو د کوښه کولو او په ځای یې د داسې پوځي مشرانو ټاکلو لپاره لېستونه برابر کړي چې دده په خوښه موخې تعقیب کړي. بل خوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دولت د ښهوالي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې کموالی رامنځته کېږي.