د اېنټرفاکس خبري اژانس د تاجیکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کاسا – زر د برېښنا لېږد پروژه، به په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړه توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي. دغې نړیوالې رسنۍ د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزیر جمعه دلېر په حواله ویلي، چې په تاجکستان او قرغزستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د رغونې چارې بشپړې شوي او زیاتوي، چې په پاکستان کې هم د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي. په راپور کې دغه راز د دلېر په حواله ویل شوي، چې د کاسا ۱۰۰۰ د قوي برېښنا د لېږد مزي پروژه چې تاجکستان او قرغزستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي. د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې د دې پروژې ستونزه، د پراختیايي شریکانو له خوا د افغانستان د برخې، د مالي د تامین ځنډول وو.