د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو احتمال رد کړی او ټینګار یې کړی چې واشنګټن یوازې نوې غوښتنې مطرح کوي، چې په خبره یې، ایران به یې هېڅکله ونه مني. خامنهیي ایران ته د امریکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ تر لیک استولو یوه ورځ وروسته ویلي، چې ځینې حکومتونه او زورواکي شخصیتونه پر مذاکراتو ټینګار کوي، خو هدف یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپل نظرونه تحمیل کړي. ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ویلي و چې خامنهیي ته یې لیک استولی او تهران ته یې د نویو اټومي مذاکراتو بلنه ورکړې ده.