د ټولګټو چارو وزارت وايي، تېره اوونۍ د یاد وزارت تخنیکي پلاوي ازبيکستان ته د حيرتان بندر اړوند د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ. سرچینې زیاتوي، چې دې تخنيکي پلاوي د ازبيکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره روښانه او بريالي مذاکرات ترسره کړل، چې د دوه اړخیزو همکاریو په پايله کې د حيرتان اوسپنيزې کرښې د ګټې اخيستنې قرارداد په غځولو هوکړه وشوه. د ازبيکستان هېواد (سوګديانا ټرانس) کمپنۍ په حيرتان بندر کې د ګټې اخيستنې او ساتنې او څارنې برخو کې خدمات وړاندې کوي، چې د يادې کمپنۍ سره د قرارداد موده پای ته رسېدلې وه. ټاکل شوې ده، تر ياد هوکړه ليک وروسته د افغانستان او اوزبيکستان هېوادونو د اړونده لوړپوړو مسولينو لخوا د حيرتان د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت تړون د راتلونکو دوو کلونو لپاره وغځول شي.