د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وايي چې د دغه معاونیت له لوري، په ۱۴۰۳مالي کال کې د ستر مقیاس د کان کیندنې او استخراج یوولس پروژې منظورې شوې دي. د اقتصادي معاونیت په راپور کې ویل شوي چې په منظورو شویو پروژو کې د جوزجان د یتیم تاق سمنټو پروژه، د فاریاب د میمنې مالګې د کان پروژه، د جوزجان د درزاب مالګې د کان پروژه، د فاریاب د اندخوی مالګې د کان پروژه، د کندهار د شاه ولي کوټ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو پروژه، په لوګر کې د کرومایټو ساحې د پراختیا پروژه، د بادغیس د تایمني لامان درې د ډبرو سکرو پروژه، د هرات د کشک او تیرپل ګازو حوزې پروژه، د فاریاب د طوطي میدان ګازو پروژه، د جوزجان د لوی ځنګل ګازو پروژه او د لوګر د التمور سمنټو پروژه شامله ده.