د راپورونو له مخې د اسپانیا بارسلونا پولیسو په یو لړ عملیاتو کې ۱۰ پاکستاني وګړي له یوې ترهګرۍ ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي. په راپور کې ویل شوي، چې دغو کسانو له یوې سمبال شوې، سخت دریځې او ډلې سره اړیکې لرلې او د خواله شبکو له لارې یې د ورانکارۍ فعالیتونه ترسرهکول. راپور زیاتوي چې په ایټالیا کې هم یو تورن کس نیول شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا کسان د اسپانیا او ایتالیا ملي پولیسو د ګډو عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسپانیا په ۲۰۲۲ کال کې ۵ کسان او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴ کسان په ورته تورونو نیولي وو او دمګړۍ له تروریزم سره د ښکېلو کسانو شمېر ۲۹ ته رسېدلی دی.