سي بي ایس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر ته امر کړی چې له کاناډا څخه پر وارداتي پولادو او المونیمو د تعرفې کچه تر ۵۰ سلنې پورته کړي. سيبياېس په خپاره کړي راپور ویلي، چې ټرمپ دا خبره په خپله خواله شبکې کې کړې او ټینګار یې کړی چې دا تعرفې به سر له سبا پلې شي. سرچینې ویلي، چې ټرمپ دا ګام د کاناډا د انټاریو ایالت څخه متحده ایالاتو ته د بریښنا پر صادراتو د ۲۵سلنې تعرفې لګولو په ځواب کې اخیستی دی. ټرمپ پر کاناډا غږ کړی چې پر بېلابېلو امریکايي لبنیاتي محصولاتو لګول شوې تعرفې لرې کړي. له دې وړاندې د امریکا ولسمشر له کاناډا څخه پر ټولو وارداتي توکو او له نورو هېوادونو پر وارداتي پولادو او المونیمو ۲۵ سلنه تعرفه لګولې وه. ټرمپ پر کاناډايي توکو سربېره د مکسیکو او چین پر توکو هم ۲۵ سلنه تعرفې لګولې دي.