د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) ویلي، چې د روان کال د فبروري میاشتې پر مهال یې په افغانستان کې له ۷.۵ میلیون وګړو سره خوراکي او نغدي مرسته کړې ده. دغه بنسټ ویلي، چې یاد شمېر کسانو ته یې ۵۵ زره او ۹۵۳ میټریک ټنه خوراکي توکي او ۲۰.۵ میلیون ډالر نغد ورکړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې په دې لړ کې یې د عمومي غذایي مرستو د پروګرام له لارې په افغانستان کې له ۶.۱ میلیون زیانګالو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده. د دې بنسټ له راپور سره سم، دې کسانو ته ۵۰ زره او ۱۰۵ میټریک ټنه غذایي توکي او ۱۸.۷ میلیون نغد ډالر وېشل شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي چې د مرستو د کمښت او د ۳۵۰ ګرځنده روغتیایي ډلو او ۴۵۰ روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د تغذیې وضعیت مخ پر ځوړ دی او لیرې پرتې سیمې د خوراکي توکو د ملاتړ له اړینو مرستې بې برخې دي.