د بېپولې ډاکترانو په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ورځې یو ماشوم د شري ناروغۍ لامله ژوند بایلي. دغه بنسټ وایي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په هرات، بلخ او هلمند کې د دوی تر پوښښ لاندې روغتونونو کې د شري ناروغۍ مشکوکې څلور زره پېښې ثبت شوې دي. د بېپولې ډاکترانو په راپور کې راغلي(شری د هغو ماشومانو لپاره چې د خوارځواکۍ یا د زړه نیمګړتیاوو په څېر ستونزو سره مخامخ دي، وژونکې ناروغي کېدای شي او د واکسین په کولو سره د مخنیوي وړ ده.) یاد بنسټ ټينګار کړی چې لاهم په افغانستان کې د واکسیناسیون کچه ټېټه ده او د تېر کال همدې مودې پرتله د شري ناروغۍ له کبله د مړینې کچه درې برابره ډېره شوې ده.