د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو وړونکی اورګاډی به په نږدې راتلونکي کې فعال شي. جبارعلي ذاکري د خواف-هرات اورګاډي له لارې د اروپا د ټرانزیټ مالونو او له ګاونډیو هیوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي خبر هم ورکړی دی. نوموړي د ایران د رېل ټرانزیټ د وروستیو پرمختګونو او د خواف-هرات د اورګاډي د اهمیت په اړه وویل چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ اتصال او ټرانزیټ ورځ تر بلې ډېرېږي. د ایران د اورګاډي ادارې مشر ویلي، د خواف-هرات د کرښې له لارې د بار انتقال ښه شوی او د افغانستان د رېل ټرانزیټ د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي. ایراني چارواکو ویلي، د خواف-هرات اورګاډي کرښه نه یوازې د بار، بلکې د مساپرو لپاره هم فعاله کېږي.