د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره کتنه کې ویلي، چې پر ګرینلنډ د امریکا کنټرول د نړۍوال امنیت لپاره اړین دی او د دې سیمې د الحاق لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي. ټرمپ سپینه ماڼۍ کې روټه ته ویلي، چې دوی د نړۍوال امنیت لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري.