د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې آلیس ویلز پخپله یوه مرکه کې ویلي، چې پر ایران د بندیزونو د ډېرېدو احتمال شته دی. د نوموړې په خبره دغه بندیزونه ښايي پر چابهار بندر هم خپل تاثیرات پرېږدي. ویلز په خپله یوه مرکه کې ویلي، د بندیزونو د ارزولو لړۍ پيل شوې ده، خو کله یې چې خبرې چابهار ته رسېږي، نو هلته ډېر فکر ته اړتیا ده، خو بیا هم دغه سیمه د روانو حالاتو له تاثیرات خوندي کېدلی نه شي. نوموړې ویلي چې دغه لاره د افغانستان، هند او منځنۍ اسیا لپاره خورا مهمه ده، نو له همدې امله امریکا له پوره دقت کار اخلي، څو دغه هېوادونه له دې اړخه زیانمن نه شي. ویلز ویلي چې امریکا هم له هند سره تر یو میلیارد ډالر ډېره سوداګري لري او د واشنګټن-نوي ډهلي اړیکې په خورا ښه وضعیت کې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړې چارواکې ویلي چې دوی به هر څه په پوره دقت و ارزوي، څو له دې درکه د امریکا ملګري هېوادونه زیانمن نه شي.