ولسي جرګې ته د کابل يو شمېر معترضو نوماندانو د کابل د ټولو رايو د باطلېدو او د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء د چارواکو د لرې کولو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو د قهر ملت په نوم به پراخ مدني حرکتونه پيل کړي. معترض نوماند عبيدالله بارکزي وويل چې د ټول هېواد په کچه د ولسي جرګې په ټاکنو په ځانګړي ډول کابل ولايت کې پراخې درغلۍ شوي چې نه يواځې کمېشنران، بلکې د دارالانشاء ډېر غړي هم لاس په کې لري. نوموړي وويل معترض نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چارواکو د لرې کولو غوښتنه کوي. ددې اعتراضيې ناستې په پای کې ولسمشر غني ته پرانيستى ليک چې غواړي ور ويې لېږي، هم ولوستل شو. په دې ليک کې راغلي چې د بايو مټريک دستګاوو د پېرولو پر مهال مالي فساد او خيانت، د رايو ورکوونکو د پاڼو ناسم او تکراري چاپ، د نوم ليکنو په فهرست او لېستونو کې پراخې درغلۍ او وظيفوي غفلت، د ټاکنو ناوخته پيلېدل او نورې هغې ستونزې دي چې دوی يې په اړه کره شواهد امنيتي، عدلي او قضايي چارواکو ته سپارلي دي.