د خوست امنیتي مسوولین وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې. د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي، چې پرې شوې د جلغوزيو ونې حاصل ته رسيدلې وې. د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار زیاته کړه چې نیول شوي کسان به له دوسيو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. د يادونې وړ ده چې په لويه پکتيا په ګڼو سيمو کې ځنګلونه د ښې ساتنې په موخه د کليو او قومونو ترمنځ وېشل شوي دي.