د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې په هېواد کې د شپږ قلمه لومړنیو توکو په مالیاتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند پرون په کابل کې یوې جوړه شوې خبري غونډې ته د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، مالیې وزارت او د ریاست الوزراء د اقتصادي کمېسیون ترمنځ له څو پر لپسې ناستو وروسته او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم له مخې؛ په هېواد کې د شپږو قلمه لومړنیو توکو (اوړه، غنم، غوړي، بوره، تېل او ګازو) په مالیاتو کې د پام وړ کمښت راغل دی. د مهمند په وینا، اوسمهال د غوړيو، غنمو او اوړو په یو میلیون افغانیو عوایدو کې ۱۰۰۰ افغانۍ مالیه او د بورې، تېلو او ګازو کې په یو میلیون افغانیو عوایدو کې ۱۵۰۰ افغانۍ مالیه ټاکل شوې، چې خصوصي سکټور د سرپرست حکومت د دغه نېک او بې ساري اقدام هرکلی کوي.