د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتنه کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د پانګونې مناسب فرصتونه شته او جاپان کولی شي په سترو ملي پروژو کې پانګونه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل ویلي، دغه کتنه کې دواړو خواو پر دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان پر همکاریو او نړۍوالو مسایلو اړه خبرې کړې دي. دغه کتنه کې د جاپان سفیر د دوحې بهیر اړوندو کاري ډلو ته په اشارې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ګډه همکاري به مثبتې پایلې ولري.