په میانمار کې د پرونۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی. د دې ۷ اعشاریه ۷ رېښتره زلزلې له کبله، چې د میانمار په وخت پرون ماسپښین وشوه، د دې هیواد ترڅنګ د تایلینډ په پلازمېنه بانکاک کې هم د مرګ ژوبلې پېښې شوي دي. په میانمار کې ۱۴۴ تنه مړه شوي، او د بشري مرستو ډلو خبرداری ورکړی چې په هغو سیمو کې چې رسېدل ورته سخت دي، ویجاړۍ ډېرې پراخې دي. سربېره پر دې، ۷۳۰ تنه نور ټپیان شوي. د میانمار د پوځي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلینګ دولتي تلویزیون ته ویلي، د مړو او ټپیانو شمېر ښايي نور هم زیات شي.