د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې متحده عربي اماراتو د ۵۴ افغان بندیانو له خوشې کولو سره هوکړه کړې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه د دې وزارت او په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت د هڅو په نتیجه کې شوې ده. بهرنیو چارو وزارت د اماراتو له مشرتابه مننه کړې چې د دغو افغان بندیانو د خوشې کولو په هوکړه کې یې همکاري کړې ده. یاد وزارت د خوشي کېدونکو بندیانو نوملړ خپور کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی د کومو جرمونو له امله بندیان شوي وو. دغه راز، د بندیانو د دقیقې خوشې کېدا د نیټې په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.