په استانبول کې سلګونو زرو کسانو له تېرې شنبې راهیسي یو ځل بیا د دغه ښار د ښاروال اکرم امام اوغلو د نیولو په غبرګون لاریونونه پیل کړي دي. دا لاریونونه په تیره یوه لسیزه کې په ترکیه کې تر ټولو ستر بلل شوي دي. اماموغلو کابو یوه اوونۍ وړاندې د اداري فساد په تور ونیول شو او زنداني شو. خو امام اوغلو ډیری پلویان بیا دا د رجب طیب اردوغان د ټاکنیز ګواښ د له منځه وړلو لپاره د یوې سیاسي هڅې په توګه یادوي.