په وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زوره ایستلو یو ځل بیا ددغه دواړو هیوادونو کرغیړنې څېرې بربنډې کړې چې پردي هېوادونه هېڅکله هم د افغان ولس د درد، عزت او ارزښت ملګري نهشي کېدای. له کلونو کلونو راهیسې افغان کډوال له مجبورۍ، جګړو، فقر او بېکارۍ تښتي او د یوه بهتر ژوند په هیله ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي، خو هغه څه چې هغوی هلته تجربه کوي، د انسان له کرامت، بشري حقونو او اسلامي ارزښتونو سره ښکاره تضاد لري.
په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د چلند بڼه یوازې اخراج نه، بلکې توهین، نیول، سپکاوی، وهل ټکول، د شتمنیو لوټ، او حتا د ماشومانو او ښځو ځورول دي. همدا راز، په ایران کې د سرحدي ځواکونو لهخوا د هغو کسانو وژل چې یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ترسرحد اوړي، د بشري حقونو تر ټولو ستره سرغړونه ده. دا هغه هیوادونه دي چې همیشه یې افغانستان ته د مسلمانۍ، ګاونډیتوب، ورورولۍ او همکارۍ خبرې کړې دي، خو اوس همدا ملتونه د افغان مظلومو کډوالو پر وړاندې بېرحمه، ظالم او بېوجدانه دریځ غوره کوي.
د نړۍ بشري حقونو مدعيان، نړیوال سازمانونه او د عدالت نعرې وهونکي هېوادونه بیا له دې ټولو دردونو، زجرونو او ظلمونو سره سره، یا چوپ دي، یا یې له تشو اعلامیو پرته هېڅ اقدام نه دی کړی. داسې ښکاري چې نور د افغانانو لپاره د عدالت تمه له نړیوالو نه بېمعنا ده. سترګې پټې شوې دي، غوږونه کاڼه دي، او وجدانونه مړه ښکاري.
همدا واقعیت باید د افغان ولس، په تېره بیا د بهرنیو هېوادونو له جبره راشړل شویو کډوالو لپاره یوه ویښونکې نښه وي. دا درد، سپکاوی او ذلت دې هغوی ته دا درک ورکړي چې نور د پردي وطن رحم ته سترګې نهشي نيول کېدای. له ټولو سختیو سره سره، دا وخت د دې دی چې خپل وطن ته بېرته راوګرځو، ځکه دا همدا خاوره ده چې زموږ عزت، ریښه او راتلونکی پکې نغښتی دی.
هو، ستونزې شته؛ کارونه کم دي، اقتصاد ضعیف دی، او د ژوند اسانتیاوې محدودې دي، خو دا وطن زموږ دی. دا هغه ټاټوبی دی چې زموږ نیکونو پکې ژوند کړی، قربانۍ یې ورکړې، او تاریخونه یې جوړ کړي دي. پردی وطن کې زرینې ماڼۍ ، د خپل وطن د خټو ارزښت نهشي لرلای.
اوس د افغان سرپرست حکومت مسؤلیت نور هم زیات شوی دی. باید د هغو راستنېدونکو کډوالو د بیا میشتېدو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، هغوی ته د کار، تعلیم، روغتیا، سرپناه او عزت فضا چمتو شي، ځکه همدا خلک د افغانستان د راتلونکي جوړونکي دي. که دا خلک، چې له سلګونو ستونزو سره د وطن غېږې ته راستانه شوي، له بېاعتنايۍ، بیبرخېتوب او ستونزو سره مخ دي او دا یو لوی ناورین دی .
همداراز، افغان سوداګر، دیني علما، مشران، مدني فعالان، او د ټولنې مخور شخصیتونه هم باید په یوه غږ د کډوالو هرکلی وکړي، هغوی ته لاس ورکړي، او دا پیغام ورکړي چې “تاسو خپل وطن ته راغلي یاست؛ دلته څوک پردي نه دي.”
د افغان ملت د غیرت تاریخ دا ښيي چې کله ملت پر ځان باور کړی، یو موټی شوی او له خپل وطن سره یې مینه ښودلې، نو له هر بحرانه تېر شوی دی. نن ورځ دا موقع ده چې موږ یو ځل بیا دا عزم تازه کړو، خپل خلک ومنو، او دا وطن د یووالي، مینې، او خپلواکۍ سمبول وګرځوو.
راځئ نور د پردیو هیوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږه درته خلاصه ده — راشئ، خپل عزت وساتئ، او د خپلو اولادونو لپاره د عزتمند ژوند بنسټ کېږدئ. دا خاوره که وچه ده، خو زموږ ده؛ که ستونزمنه ده، خو پناهګاه ده؛ که غریبه ده، خو آزاده ده.