د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او نهه نور ملکي وګړي چې ماشومان هم پکې شامل دي ټپیان شوي دي. د یادې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبیدي ادعا کړې ده چې دا مرمۍ د طالبانو له لورې توغول شوې وې، خو د سیمې د اوسېدونکو په وینا مرمۍ د حکومتي ځواکونو له لورې توغول شوې چې د ملکيانو پر کورونو لګېدلې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. په ورته وخت کې امنیه قومندانۍ د پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه روښانه نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له لورې توغول شوې.