د کرونا وبآ ناروغې وېروس COVID-19 د تاریخ پدې وروستېو لسیزو کې په یوې لوې څپې واوښت.
د دې ناروغې ویجاړونکوپائیلو او په ګړندي توګه خورېدو ته په پام،خورا وژونکې ناروغي او ناڅاپي نه ده،چې دا وبآ د نړیوالې له دریمې جګړې سره پرتله کوي. دې وبآ په ټولووچو کې د نړۍ د ډیرو هېوادونو ټولنیز،وټیز(اقتصادي) او فرهنګي برخو ته لوی زیانونه واړول. د دې ناروغی له وجې د قربانیانو شمېره او زیان منونکو کچه لسهاووملیونونو تنو ته پورته وختله .یوازې پنځه ملیونه وګړو نیغ په نیغه د دې ناروغی له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د وبآد لومړني زورور برید پروړاندې دمبارزې لومړۍ هڅه له بریالیتوب سره مل وه . د دې سربېره، د وبآ له امله ډیری او د پام وړشمېر وګړو له بې شمېره ستونزو او پابندېوسره سره ان، له ناروغې سره روږدي او دهغې ناوړه پائیلو ته په نه پام ژوند پرمخ بوتللو. پرناروغې برلاسۍ او بریآ پورې لا د اوږده مزله واټن پرمخ پاتې دی.
ګواښ لوی او غلیم خورا وژونکی دی.کارپوهان همدا راز نن ورځ (د بیړني اقتصاد اغیزمنتوب) کې له ستونزو څخه یادونه کوي.پای دا شو،چې دې بې مخینې جګړې بیا سر راپورته کړی او دا خبره د نړۍ ټولو هېوادونو پورې تړلې ،چې د دې نوې ناروغې پروړاندې په مبارزه کې یوموټۍ اوپه ګډه چارې پرمخ بوزي.
مونږکولای شو لدې تپل شوې غمجنې پیښې څخه څه زده کړو ؟مونږچمتو یو،چې پدې ستونزمنو شرآیطو کې نړیوال جدي او له آټکل څخه وتلي ګواښ کابو کولو کې کوټلي ګامونو پورته او دخپلو ستراتیژیکو چلندونوپر ځای تاکتیکي چلندونو ته مخه او له سره غور او کتنه وکړو،هغه هم پداسې شرآیطو کې چې د جدي غبرګون اړتیا لیدل کیږي؟
دا هغه اهمې پوښتنې دي چې نن د نړۍ د روغ او رمټ عقل خاوند وګړو له لوري مخې ته ایښودل کیږي.
په لومړي ګام کې، د ټولوهېوادونو بیلابیل حکومتونه،ټولنوغړي او نړیوالې اتحادیې (اغیزمنې ډلې) اړ دي چې دې پوښتنې ته ځواب ومومی ،چې په نړیواله کچه د اهمو پریکړو او بیړنيو ګامونو پورته کولو غوراوی او ټاکل، یوازې دوي پورې تړلي دي ؟
څه باندې کال وړاندې مې (د کرونا نوي ویروس بهېراود ټیکاؤ په برخه کې ملاتړ)ترسرلیک لاندې په یوې مقالې کې (روسیه په نړیوال سیاست کې)(۴ ګڼه د جولای/ اګست میاشتو ۲۰۲۰ میلادي کال )پدې اړه په بشپړه ګوته نیولې وه . هغه مهال جوته شوه ،چې هغه ګواښونه چې د کرونا وېروس له امله رامنځته شوي ،خورا لوړ دي.
د دې ګواښونو پروړاندې د څرګند غبرګون اړتیا لیدل کیږي .دا مطلب به په راتلونکي کې د دولتونو ،حکومتونواو د شرکتونو ترمنځ د ارزشمندې دایمي همکاری او ملاتړ لآمل شي . په خواشینې سره ډیري دا ډول رغنده مفکورې او هڅې د خیر او ښګېڼې هېلو په توګه پاتې شوې؛ونه شوای کولای یا ( تر ډیره بریده )ونه غوښتل شول دا هیلې زرغونې شي. له همدې کبله اړېنه ده چې د تیر په څېر ترلاسه شوې موکې له لاسه ور نه کړواو د دې پراخې غمیزې ، نړیوالې نا پیژندل شوې وبآ مخنیوي کې ګامونه پورته شوي واي. سیاسي هوډ،دیپلوماتیکو هڅو او استعدادونه او له پرمخ تللې تکنالوجې څخه ګټې اخیستل او د ملیونونو وګړو له ژوند،روغتیا څخه یو ډول څارنه د دندو په سرکې اړین اصل وټاکل شي، پرته لدې،چې لوړې زده کړې،شتمنۍ څرنګوالی ،ټبر،سن (منګ)،جنسیت او د دنده په پام کې ونیول شي.لدې ورهاخوا پر ویروس باندې بریآ نا شونی دی.
غواړم پر دې موضوع بشپړ بحث وکړم چې شاوخوا دوو کالو مونږ ته کوم درسونه را وښودل .مونږ کوم درسونه ترې زده کړل او راتلونکي کې،څه وکړو .
لومړی درس : اړ یو ګواښونه جدي په پام کې وساتو او له وړاندې ورته چمتو واوسو، او پیښه وړاندې لدې چې رامنځته شي،درملنه یې وکړو.
د کرونا په لومړي پړاؤ خوریدو کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسامبر له میاشتې د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ میاشتې پورې ، په ډیرو هېوادونو کې دې ناروغې ته نه پاملرنه او بې غوري وشوه . د دې ناروغې په تړاؤ لومړنيو ورکړل شوي خبرونه بابیزه وګڼل شول .په ځینو برځو ، خلکو و آنګیرله ،چې دا وژونکی ویروس (یو لیرې ځای ) کې دی او له پرمختللو هېوادونو سره کار نه لري .د غمیزې په اړه د نړۍ له بیلا بیلو برخو څخه د ترلاسه شوو خبري ریپوټونوسره روږدي او هسې خبره وګڼل شوه. دا خبري ریپوټونه د تل په څېر سرټکي جوړول، خو پروړاندې یې غبرګون له موده راهیسې تت ؤ ،دا ځکه،چې د غبرګونونه کچه خورا پورته ختلې وه . دلته د تنګنظرانو برعکس د دولتونو مشرانو ته اړینه وه، چې همهاله یې د ګواښ ژغ پورته کړی وای.
دا ډول ځنډ په ګرانه بېه پریوت. دا بدمرغي د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري میاشتې تر نیمایي پورې پراخه او جدي بڼه خپله کړه. وبآ ؛ په ننۍ د کره او رڼو پولو او نړۍ کې هغه د نړیوال اقتصادي د بیلتون هیڅ ډول کرښې نه پیژني او خنډ ګرځیدلی نه شي .پدې ناروغې د نویو اخته کېدو او د قربانیانو ګڼې پراختیا وموندله.په روغتیایی جوړښت کې د بیړني سمون او رغونې ، په روغتونونو کې نوي بسترونه ،په وسایلو او تجهیزاتو د معالجوي بنسټونو او همدا راز وګړو ته د ځاني خوندیتوب وسایل سمبالښت د ډیرو هېوادونو حکومتونو پر وړاندې اړتیا ولیدل شوه.
په روسیې کې په سمدلاسه په ډله ېز ډول د ناروغې خوریدو د کاري پلان او د وردانګلو بیړنی پریکړې وشوې . ټول جوړښتونه او مسلکي ادارې بیړني او اضطراري حالت ته چمتو کړای شول .
نړۍ د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې له نیمایي څخه د جون میاشتې تر پاېه پورې د وبآ بل نوي(حاد) پړاؤ ته ورننوتله.ګواښ په حقیقت واوښت .ناروغی له چین څخه پر نورو هېوادونو یرغل وکړ.او د وبآ نوم په پاندیمي واړول شو.
دا مهال مو ښه په زړه دی، هغه مهال چې پولې وتړل شوې، عملیاتي مرکزونه رامنځته شول،د چارو پر مخ بیولو اوږد مهاله ځنډ او پابندې ولګول شوه. د وګړو پر ګڼې ګوڼې بندیز ولګول شو. د هېوادونو مشران د نا څرګندې لارې پر سر، تم شول. په لومړي ګام کې څوک او څه وژغورل شي .اقتصاد او یا د وګړو ژوند؟ تر ټولو اهمه، پیسې دې په کومو برخو کې ولګول شي،مرستې دې په ټولنیزو چارو کې او که په سوداګرې کې ولګول شي؟ ډیري هېوادونه او په تیره بیا فدراتیفې روسیې په ګډون ، ګډې لارې غوره کړې. د ګوښي کېدو او په کورپاته کېدو د درنومقرراتو لګولوله امله د ټولمنلي انډول څرک رامنځته شو،همدا راز دولت اوسیدونکي او تر ټولو ډیرزیان منونکې برخو ته د مرستې له پاره ورودانګل،د رامنځته شوي وضیعت کابو کولو او د ځنډ اوخنډ پروړاندې یې توند غبرګون څرګند کړ اوهمدا راز یې د غمیزې بیا ځلي مخه ونېوله . د همهغه تیر کال په لومړېو کې په فدراتیفې روسیې کې د ناوغانو د درملنې په اړه پروتوکولونه چمتو شول،دځانې روغتیا خوندي ساتلوله پاره د طبي او نورو اړینو وسایلو د تولید ، پېر او پلور سمبالښت عادي حالت راوګرځول شو. هیچا د قرنطین او یا خو په بله ژبه ، د ګوښه کېدو له لارښوونې څخه ، سرغړونه ونه کړه .دې ډول لارښوونو او پریکړو په لنډه موده کې خپل اغیزمنتوب څرګند کړ.هممهاله؛ یو څه چې څرګند ، اړین او هغه باید ومنو، هرڅومره ،چې د ګوښه توب او یا قرنطین پریکړې او لارښوونې درنې وي، له اپیدمې سره به مبارزه اغیزمنه وي. دبیلګې په توګه په چین کې.
دا جوته ده، چې هر هېواد او دهغه هېواد اوسیدونکي ځانګړتیاوې،بیلا بیل ملي دودونه او دستورونه لري. څرګنده ده چې ډیرې تګلارې د اورپا په وچه کې د نه منلو دي،خو په ختیځ کې منل یې ستونزمن نه دي ،لدې سره سره پائیله یې درلوده او پاندیمې تیټې کچې ته کښته کړای شوه.
مونږ د تیر کال د دوبي – مني په لومړیو کې د پاندیمي دریم پړاؤ ته ورننوتلو.تر دې دمه،ډیري مهم شرکتونه او تر ټولو اهمه دا وه چې د پوهنې او روزنې ټول جوړښت خپلې چارې لیرې واټن زده کړو ته مخ واړولو. د روسیې په ټولو ادارو کې هیله بخښوونکې فضا وغوړیده، دولس او دولت تر منځ د ګډو هڅو څرنګوالی دلارې چارې اغیزمنې وختلې. خلکو وکولی شول د لیرې واټن په مټ له حکومتي ادارو، اړین او اهم خدمات ، ټولنیز مآجبونه (معاشونه) په اتوماتیک ډول تر لاسه کړي . څرګنده وه چې اپیدیمي به یو ځل بیا له ځواک سره راګرځي او دولت د هغه مخنیوي له پاره د پام وړ سر چینې ځانګړې او بيلې کړې . د واکسینونو آزمایښت پاې وموند او لومړني واکسینونه ثبت او راجستر شول.دا چاره هممهاله په ډیرو هېوادونو کې پر مخ بېول کېده ، همدا رنګه په ټولنې کې اندیښنو او نارضایتېو وده وموندله . خلک له اوږده ګوښه توب او د خپلې روغتیا اړخه وېرجن او په تنګ راغلل .د نړۍ په بیلا بیلو وچو کې د (قرنطین ) په مهال د بشرله حقوقو څخه د سر غړونو تاوده بحثونه راډګر ته شول.
د پاندیمې څلورم پړاؤ چې د ۲۰۲۰ میلادي کال مني څخه پیل او د ۲۰۲۱ ژمي پورې وغځیده، د ناروغی د خوریدو په توګه واننګېرل شوه. د ویروس نوي ډولونه وموندل شول،د کرونا ویروس هر لورې ته پراختیا وموندله ، خو نه په سېمه ېزو سر چینو کې ،لکه څنګه چې وړاندې یې پراختیا موندله. هغوي چې په بیړنۍ توګه پر ناروغې یې د برلاسي هيله پالله،اړ شول چې له خپلو هیلو سره مخه ښه وکړي.ډیري اوسیدونکي د قرنیطن نویولارښوونو پر وړاندې منفي غبرګونونه څرګندولو ته اړ شول . په هالند، دآمریکې متحده ایالتونو،ایټالیې ، فدرال آلمان او نور ګڼ شمېر هېوادونو کې د غبرګون لاریونونو شاهدان یاستو. همدا راز دلته او هلته په روسیې کې د قرنطین پروړاندې لاریونونو وشول ، خو؛ په خورا ټېټې ګڼې او شمېرې.
دهمدې کال په پسرلي کې د پاندیمي پنځم پړاؤ ته ورننوتلو او دا پړاؤ تر دې دمه لاغځیدلی دی .اوس مونږ پدې ناروغی باندې د ککړتیا کچې پراختیا په خپلو سترګو وینو،چې د ګڼ شمېر ټسټونو ته په پام، په خپل تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته پورته تللې ده. د ککړتیا لوړه کچه ، څه ناڅه په کړکیچن بڼه کې کښته او پورته پرمخ درومي او دواکسین لګولو لړۍ پرمخ بېول کیږي.په یو وخت کې،ژوتد په نوي واقیعتونو کې د کره،تلل شوو هوډونو له پاندیمې سره د اوږد مهاله جګړې هغه د ځېنو په وینا( مورچه په مورچه) سره مخامخ دی او اړ یو چې دا جګړه په ګډه او ګډو هلوځلو او ګډ ځواک پر مخ بوزو. پرته لدې چې پر وړاندې ریښتیني ستونزو او په ځانګړې توګه د چا لوړو آلوتنو ته پاملرنه وشي.
دویم درس: له پانديمې سره مبارزه یوازې د نړیوالې ټولنې سره په ګډه شونې ده. په یوازې توګه به ټول ماته وکړه .
اوس په نړیوال اقتصاد کې څه پر مخ درومي؟ دا پوښتنه کولي شوپه یوه کلمه کې وځوابوو.آفت. او دا آفت د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ کلنو له مالي کړکیچ ځحه خورا جدي دی.نړیوال بنسټونه د هغه اړخونه شاوخوا له ۳،۳ ٪ ( دپیسو نړیوال صندوق څرګندونو) تر۳،۶ ٪ (نړیوال بانک)ارزیابي کوي.دا مورد په ځانګړو هېوادونوکې ډیر تر محسوسیدای شي . د انګلستان اقتصاد په ۲۰۲۰ میلادي کال کې تر ۹،۸ ٪ لویدلی دی.د فرانسې ۸،۱ ٪ ، فدرال آلمان تر ۴،۹ ٪ . کاناډا ۵،۴ ٪، سوېلي افریقا تر ۷٪ او هند تر ۸٪ پورې (د نړیوال بانک شمېرو پر بنسټ ). په ټوله کې کړکیچ تر ډيره پرمختللي هېوادونه وځپل .د پیسو نړیوال صندوق د پرمخ تللو هېوادونو ماته په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۴،۷ ٪ ، پداسې مهال کې چې د مخ پر وده هېوادونو ۲،۲ ٪ آټکل کوي.خو همدا مهال پر مختللي هېوادونه د خپل خوځنده اقتصاد بیا رغونې ځواک او شونتیاوې نندارې ته وړاندې کوي. همدا راز،د اقتصادي اوپراختیا ټولنو د وړاندیز پر بنسټ، ډیري مترقي هېوادونه به خپل اقتصاد د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پاېه پورې تر کړکیچ وړاندې کچې (د کورني ناخالص تولید له نظره) بیا ورغوي.ځیني د ودې پرمخ هېوادونه نشي کولی له ۲۰۲۴ میلادي کال وړاندې د پاندیمې وړاندې کچې ته وروګرځي . څرګنده ده چې د خوړو توکو کړکیچ به په نړۍ کې رامنځته شي. د خوړو توکو بېې په هرځای کې لوړ تللي او د آذوقې تورم ګړندی کیږي. د دې آفت څارلو او دهغه له امله ، اړېنه ده ،چې د اقتصاد د بیا رغونې په موخه او د ثبات خوندي ساتلو په موخه ،یوې اغیزناکې تګلارې باندې هوکړه وشي . همدا اوس په ځینو هېوادونو کې د پوروړي او بې ساری تورم د راتلونکو موخو پر وړاندې د خنډ اوځنډ په بڼه واوړي.ډیري برخي د نړیوالې سوداګرې څرنګوالي پورې تړلې بریښي ، په ځانګړې توګه د صادراتواو،وارداتو او خدماتو څرنګوالي له اړخه. اوس هیڅ څوک کره آټکل نه شي کولی . ډیر غیر اقتصادي لاملونه دي چې پر نړیوال سوداګري سېورۍ غوړوي. دبیلګې په توګه:د خلکو واکسینول،د کرونا خطرناک ویروس د نوي ډولونو وېره . په ځانګړې توګه ډیر اغیزمن – د سیاسي بڼې عوامل .له هغې ډلې ، د بیلګې په توګه سیاسي اراده د کرونا له ویروس سره د نړیوالې همکارې . خو ډیري دولتونه دې ته چمتو نه دي ،چې له خپل لوري دې مبارزي ته راودانګي او دا په نن کې یو له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي . هر کړکیچ په نړۍ کې د بدلون لآمل ګرځي ،همدا راز د نړۍ په ډګر کې د ځواکونو لېکو (د کرونا ویروس کړکیچ) جوړښت لدې امر څخه نه شي مستثنی کیدلی . داویرس تر ټولو ځانګړی دی چې ټولو هېوادونو سره هغه که بډای دي او که بیوزله دي په حقیقت کې یو ډول چلند کوي. په هرصورت ټولو ته زیان اړوي او ټول یې دې اړ ایستلي چې د سر چینو بیلولو له پاره پام واړوي .تر ټولو جدي او له توان څخه وتلی فشار ځیني مهال د روغتیا جوړښت پر اوږو دروند شي. هر یو هېواد له اپیدیمې سره د مبارزي په موخه اړ شو،چې له یو شر سره نه، بلکې له ګڼشمېرشرونو سره یو مهال جګړه پرمخ بوزي.همدا راز،ډیرهغه هېوادونه د نوې اپیدیمې له څپو څخه خوندي پاتې نه شول ، که هم چې په دې لاره کې یې له خپل لوري اغیزمنه وړتیا ښودلې وه . د بهېر نړیوال کول ، د تکنالوجې وده او د ترانسپورتي ګړندۍ راکړه ورکړه د دې لامل شو، چې ځمکه د ویروس ودې له پاره مناسب چاپیریال بڼه خپله کړي.هیڅ یو دولت نه شي کولای اوسپنېنه پرده وغوړوي . د یو څه له ځند وروسته به هغه هېواد اړ وي،چې خپل سودا ګریزې له سره پیل کړي، سیلانیانو او سوداګرو ته ویزې ورکړي او یا د خپل هېواد اوسیدونکو ته ، له هېواد څخه د باندې د تګ اجازه ورکړي. دا پدې معنې ده ،چې (لکه څنګه مې په لومړۍ مقالي کې ورته ګوته نیولې وه) په یو هېواد کې ځانګړي خوندیتوب نه شي کیدای ، یوازې ډله ېز خوندیتوب په نړیواله کچه او هغه ته په ډله ېزه او په ګډه توګه رسیدل شونی دی.
ډاکتران او یا پوهان او همدا راز د نړیوال معتبربشري ټولنو استازي پدې واقعیت ښه پوهیږي. خو،لکه څنګه ،چې د کرونا ویروس تجربو په ډاګه کړه، د ټولو هېوادونو حکومتونه دې واقیعت منلو ته چمتو نه دي.له ناروغې سره مبارزه کې یومخه ېزه بلنه ، یو بل مرستې ته وردانګل ،دتعزیراتو اېسته کول ،چې د روغتیا پالنې جوړښت پروړاندې خنډونه جوړوي او ان، د( تاوتریخوالي سېمو کې) د اوربند ټینګول د پاندیمې خوریدو مخنیوي کې هڅې په څرګنده له ماتې سره مخامخ شوې.ځان غوښتنه ،د سړې جګړې مهال منطق، بې بنسټه او نا څرګنده وېره،په ډیرو مواردو کې شخصي محدوده جیوپولیتکی ګټو خونديتوت له بشري ارزښتونه څخه لوړې وګڼل شوې .
دولتونو پرته له ګاونډيو هېوادونو سره له وړاندې سلآ او خبرورکولو پرته ،خپلې پولې وتړلې. له یو او بل سره د معلوماتو( له هغې ډلې کارپوهانو( ډاکترانو) ته اهم او حیاتي) معلوماتو شریکولو او یا د طبي وسایلواو د درملو مرستې په برخه کې،هیڅ بیړه ونه کړه. ځینو غوره وګڼله چارې په خپلواکه اوپه خپل مټ سمبال کړي نه د نورو په مرسته . د تعزیراتو تګلارې ان، د پاندیمې په مهال بدلون ونه موند.برعکس ، دبیلګې په توګه د سوله ېزې (شمال څپه- ۲ ) پروژې پر وړاندې مبارزه تنده شوه.جګړې وغځیدې او په ډیرو برخو کې له نوي قوت سره اورونه بل شول ،د بیلګې په توګه : د ناګورنوقره باغ ،په سوریې ، لبنان او افغانستان کې چې تل پرمخ تللې ، له ځنډ سره د چین او د هند پر پوله، د افریقې په وچه کې د اختلافاتو لړۍ،د آمریکې متحده ایالتونو او د چین ولسي جمهوریت د ایدئولوژیکې او سوداګرې په اډانه کې جګړه له پیچومو اوښتې اوپه څرګنده سړې جګړې ته ورته بڼه خپله کړې ده. بربنډ خوځښتونه ډیرشوي دي، په ځانګړې توګه د اورپا په وچه کې. په تیرو کلنو کې هسې یو بابیزه او معمولي خبره ګڼل کېده چې د ناټو پوځې ټلوالې بیړۍ په توره بحیره او د بالتیک په سمندر کې د روسیې پولو ته څېرمه ورنیږدې او ان ،په ځينو برخو کې د پولو خونديتوب څخه سرغړونه کوله.
پاندیمې د همګرایې بهېر ټکنی او ګذارونه یې ورباندې وکړل.په ځانګړې توګه که د بېلګې په توګه د اورپایې ټولنه وړاندې کړو ، چې په تیر کې یو مهال مظبوط ټولنه ګڼل کېده.
COVID-19 په ډاګه کړه او ګډ مصیبت ته په پام ،د اورپا وچه اصلآ متحده نه ده.د اورپایې ټولنې هېوادونو دپاندیمې د منډو ترړو په مهال ان ،له یو او بل څخه ملاتړ ونه کړ. دایټالیې هېواد ، هغه هېواد چې د اخته کېدو کچه د کړکیچ تر پولې لوړه شوه، د دې ټولنې له نوروغړو څخه یې نه یوازې مرسته تر لاسه نه کړه ان، له ناروغانو څخه یې د درملنې په پار په خپلو روغتونونوکې له منلو ډډه وکړ. دا دچین ولسي جمهوریت او د فدراتیفه روسیې هېوادونه ؤ، چې د ایټالیې هېواد ته یې د مرستې لاسونه وروغځول.د دې سربېره د چک جمهوریت د ګمرکي د پروسیجر په مهال ان، هغه عادي او فلترو درلودونکي مساسکونه ،چې د ایټالیې هېواد ته بیل شوي، ضبط او ستانه کړاي شول.یوازې پولند، رومانیا او فدرال جرمنی د اوږده ځنډ وروسته د ایټالیې هېواد مرستې ته ورودانګل.وروسته بیا اتریش،فدرال آلمان او لوکزمبورګ چمتو شول چې په خپلو هېوادونو کې د ننه په روغتونونو کې د ګاونډیو لکه بلژیک،هالند،فرانسې او د ایټالیې هېوادونو ناروغان ومني . وروسته لدې، چې د پاندیمې لومړۍ پړاؤ پاې وموند، اورپایي بنسټونو خپلو تیروتنو باندې غور پیل، په راتلونکي کې له وضیعت سره د همغاړي او کابو کولو په موخه پر لارو چارو باندې او هڅې پیل کړې.
د دې له پاره ،چې د کرونا ناروغې پائیلې ټیټې کچې ته کښته شي ، نه یوازې د خلکو ژوند وژغوري ،د خلکو له شتمنېو څخه ساتنه وشي ، اورپایي ټولنې د ۲۰۲۰ میلادي کال په بهېرکې تر یو زر ډیرې پریکړې او هوکړې وکړې .بودجه پراخه شوه او د NextGenerationEUصندوق بنسټ کښیښودل شو،چې په ټوله کې موکه تر لاسه شوه او پدې یوې هڅوونکې بستې کې د ۱،۸ تریلیون یورو په اندازه بسپنه (پانګونه) تر لاسه شوه.
دریم درس: دسیالې او ایدیالوژې سوداګرې پرځای د دولتونو ترمنځ متقابل ډاډ.
د کرونا ویروس د پراختیا بله ستونزه او یا په بله ژبه دنړیوال ډاډ نه شتون کړکیچ همدا راز بربنډ کړ. دا کړکیچ د نړیوال بیلا بیلو ټولنو ته(واکسینونوسیالي ) ته نه پاملرنه ،د ویروس په پراختیا کې پر متقابل لوري شک شوبهې او د ملامت لټون کې د نړیوال صحي ټولنې اعتبار ته دروند زیان واوښت . ډیری هېوادونو د نړیوال صحي ټولنې سره له همکارې ډډه او په شا شول او دآمریکې د متحده ایالتونو له لوري له دې ټولنې سره هر اړخیزې مرستې وځنډولې.وروسته له نړیوال صحي ټولنې سره د همکارېو ترسرلیک لاندې په یو ډول عادي شوې. خو ستونزې تر دې مهال په خپل ځای پاتې دي. تر ټولو لوېه ستونزو دا ده ، چې ټولنه هغه واک او اغیزه نه لري ترڅو د هغه پر بنسټ ټول دولتونند یو ګډې همغاړې تګلارې پرمخ بیولوته اړ کړي. ملي حکومتونه دا حق ځان پورې خوندي ساتې ،چې د نړیوال صحي ټولنې پریکړې و نه مني ، اویا خو دا حق ځان پوري خوندي ساتی ،چې د خپلو پریکړو سره ځیني مهال د نړۍ پریکړو سره مخالفت وکړي. له همدې امله غوره ګڼل کیږي او دېته پام واړول شي ،چې نړیوال صحي ټولنې ته د ټولې نړیوالې ټولنې په ګټه په بیړنېو حالاتو کې ( دبیلګې په توګه دپاندیمې به مهال ) د اهمو پریکړو واک وسپارل شي .لیرې نه ښکاري اړمنو ټولنو ته د دې ډول واک سپارل پدې برخه کې د ملګرو ملتونو ټولنې له لوري د همکارې یوه نړیوال کنوانسیون تصویب ته اړتیا لیدل کیږي.
په خواشنې سره ،چې تر دې مهاله ضمانت نه دي رامنځته شوي چې د پاندیمې له ګواښوونکي پراختیا د پیدا کېدو به مهال اړین مخنیوي وشي . تاریخ یې د بیلګو شاهد دی، په ځانګړې توګه هغه مهال چې نړیوالې همکارې او ایدیالوژیکي دګمونو له پامنه غورځول، د نړۍ بیلا بیلو هېوادونو ډاکټرانو او پوهانو مبارزه او اغیزمن امکانات او موکه تر لاسه کړه چې له وژونکو ناروغېو سره ،لکه د ماشومانوګرزنډ،شري(سرخکان)او د آسپې سره د مبارزې اغیزمن درملو په جوړولو باندې بریالي شي . اوسمهال دولتونه له واکسین لګولو سره جیوپولیتیک چلند کوي . ترشاوخوا لس ډوله واکسین په نړۍ کې شتون لري ، خو تر دې مهاله لدې واکسینونو یو یې هم په هېوادونو کې ثبت او راجستر شوی نه دی.
ولې دا ډول وضیعت پرمخ درومي؟ ځواب څرګند دی.ټول هېوادونه په لومړي ګام کې هڅه کوي د خپلو تولیداتو څخه ننګه وکړي. د دې سر بېره ، د واکسین لګول ایدیولوژیکي رنګ او بوی بڼه خپله کړیده. هغه داسې چې (د کور د ننه تولید تر ټولو ښه )، ان، که تآئید شوی هم نه وي. اقتصادي ګټې پرته له اغیزې نه وي،کله چې هېوادونه هڅه کوي خپل واکسینونه له ګټې سره د نړۍ په بازارونو ( آټوخو)کې وپلوري او پرخپلو سیالو بری ومومي ، دلته یو ((اما)) له پامه غورځول کیږي : ښایي لدې امپولونو څخه یو به د انسان ژوند وژغوري اویا نه شتون یې ژوند له لاسه ورکړي.په عامه ژبه (ملي ګرایی ترزیق) او نورې سوداګريزې جګړې د قربانیانو په ګڼشمېر لاملونو اوښتي دي چې، هر اړخه یې سپیناوی یې ناشونی دی. د نړیوال صحي ټولنې ضعف د ملي لوړ او اغیزناک یوه ارګان نه شتون، په ګڼ شمېر هېوادونو کې د اپیدیمی لوژیکي پروړاندې نه اقدامات به په څرګنده د مرګ په بڼه واوړي . څرګنده ده چې د نړۍ ټول هېوادونه نه یوازې اړ دي، بلکې له خپلو جیوپولیتکي ګټو څخه د ژوند ژغورلو په موخه تیر شي. په نورو هېوادونو کې جوړ شوي واکسینونه ومني، خو تر ټولو اهمه ،یوه ډیره برخه دا ډول درمل د ملګرو ملتونو ټولنې او یا د نړیوال صحي ټولنې په واک کې د ورکړل شي. تر څو هغو هېوادونو ته واستول شي چې په یوازېتوب د درملو پېرودلو وس نه لري.
د باندني سیاست یو بل اړخ هغه په عامه ژبه د COVID-19 پا سپورتونو دي چې په ځینې هېوادونو کې د کنایې په توګه (د امکاناتو پاسپورت ) نومول شوی دی د متقابل واکسین منلوسره کلکه تړلې او دا موضوع د اوسیدونکو بنیادي حقوقو ته درنښت ،په خپلواکه توګه د میښتیدا، د پولو بیا پرانېستې موکه او دخلکو د ډاډمن امنیت تينګېدو په موخه تر ټولو ساده اومنطقي لار ده . خو دا جوړښت هغه مهال اغیزمن ختلی شي ،چې بیلا بیل جوړ شوي واکسینونه د ډیرو هېوادونو له خوا ومنل شي. په ځانګړې توګه دا موضوع مهمه ده،چې د ناروغو وګړو او د واکسین په اړه یو بل سره د معلومات شریکولو په موخه واحد جوړښت، دبیلګې به توګه د نړیوال صحي ټولنې او یا د ملګرو ملتونو ټولنې دیوه ذیصلاح بنسټ ترسر پرستې لاندې رامنځته شي. یو وار بیا د تیرکال په څېر اړ یم تکرارکړم، دواړه سازمانونه اړ دي چې د نړۍ په ټولو وچو کې پردې ګواښوونکي عفونت باندې د برلاسي په پار، یوې نوښتګرې کړنلارې جوړولو له پاره لاره هواره کړي .دا یوازې ونډه نه ده ، بلکه دنده ده او باید د نړۍ پرمعتبرو او با نفوذه جوړښتونو پر اږو باندې کښیښودل شي ،په ځانګړې توګه دا بنسټونو به هغه مهال بریالي شي ،چې له سیاسي ګټو او مغرضانه لید لورو څخه خوندي پاتې وي ، هغه څه چې اوس مهال د نړۍ په کچه د همکارېو ، مخنیوی کوي.
همدا راز د ( واکسین ملي پالنه) د هېوادونو تر منځ د جدي شک او شوبهو ر راټوکېدلو لآمل ګرځي، چې ګواکې دا وژونکی ویروس د انسان په لاس جوړ شوی دی.څرګنده ده چې د وژونکو ویروس څیړونکي لاربراتوارونه د آمریکې د متحده ایالتونه د ننه په چارو بوخت دي کوم ، چې د روسیې او د ګډو هم ګټو هېوادونو اتحادیې په خاوره کې زمونږ د شریکانو انديښنې د دې ډول نغوتو( ادعا) سپیناوی کوي . د دې مرکزونو چاري په څرګنده او رڼې نه دي،دې ته ورته څیړنو باندې نړیوال څار شتون نه لري . د عفونت د خوریدو ګواښ چې نور د نړۍ د زغم څخه وتلی دی ، تر ډیره کچې پورې نور یو واقیعت بڼه خپله کړې ده . د رنښټ په پار پر دې ډول لابراتوارونو د متقابل څار پرته له هر ډول قید او شرط اړین دی . خو تر ټولو اهمه ،د دولتونو تر منځ دیو جوړښت پر سر هوکړه چې د وژونکو موادو او درملو د نه خپریدا متقابل ضمانت او مسؤلیت په غاړه واخلي . پداسې مهال کې چې نړۍ د نړیوال پر لور ګامونه پورته کوي د دې ډول مادو خپراوی به په لنډ مهال کې په فاجعې واوړي.
د دې برسېره ،نړیواله ټولنه باید پریوې هوکړې باندې بریالۍ شي چې دولتونه او همدا راز به په غیر رسمي مهال له رامنځته شوو بیولوژیکي اونورو ګواښوونو له امله په بیړه یو او بل ته خبر او معلومات ورکوي.
په مخکنۍمقالې کې مې لیکلي ؤ، هغه دا ؤ چې په نړیواله کچه د امنیت په برخه کې دبیولوژیکي وسلو منع کولو کنوانسیون د بنیادي اسنادو په توګه دې په ټول حجم سره پلې شي .اړینه بریښي د پاندیمې وروسته د اصل پر بنسټ په نړیوالو همکارېو کې د بیولوژیکي څیړنو په برخه کې بیا له سره غور او کتنه وشي.په خواشینې سره چې زمونږ ټول شریکان په دې برخه کې همکارې ته چمتو نه دي ،چې د متقابل نه ډاډ لآمل ګرځي.
کړکیچ همدا راز یو بله ستونزه د ډارکچې ته پورته بېولې ده .سازمان شوي جرمونه،ترهګریز او بنسټ پاله جوړښتونه ،چې په واکمنه فضا کې غښتلي شوي دي . دا موضوع د ډیرو دولتونو امنیت پر وړاندې جدي ګواښوونه رامنځته کولا شي .دې موضوعاګانو باندې لکه سایبري بریدي جرمونه سره ګډه مبارزه،په بیلا بیلو هېوادونو کې د قانون د تنفیذ ارګانونوترمنځ همکاري اود هغو نړیوال امنیتي جوړښتونو وده اوپراختیا،چې د دیجیتالي نړۍ امنیت خوندی کوي، اشاره کړې وه. په واکمنه فضآ کې له تروریزم او جرمونو سره د مبارزې به برخه کې د نویو قوانینو او کنوانسیونونو ته اړتیا لیدل کیږي . په خواشینې سره اړیو دا ومنو،چې چې پدې برخه کې چارې په ټکنۍ ډول پر مخ درومي او په تیرو کلنو کې ریښتوني پرمختګ نه دی شوی.
څلورم درس :په جبري توګه واکسین لګول ډیر اغیزمن نه دی ، د پوهاوي اړتیا لیدل کیږي.
ګواښ تر کومه بریده کړکیچن دی ،چې کرونا یې لآمل ګرځیدلی دی؟آیا اوس یومخه ېزه واکسین د پاندیمې نوې څپې پر واړندې مخ له وړاندې اړین ګام، ګڼل کیږي ؟په ټولنه کې پدې اړه بیلا یبل بشپړ روڼ ځواب،لیدلوري شته دي. همدا راز په عامه ژبه، ځیني کوویدي مرتدې کړۍ هم شته، چې د پوهانو او د ډاکترانو لارښوونو ته د ناپاملرنې بلنې ورکوي.
له همدې کبله،دولتونه له هغو مسایلو سره مخامخ دي،چې له اخلاقي اړخه بیلا یبل مفاهیم لري.د اوسیدونکو شخصي ګټې تر کومې کچې د ټولنې ګټې او د نورو پاتوخلکو امنیت پروړاندې خنډ شي؟آیا یو دولت دا حق لري ،چې خلک د واکسین لګولو ته هرومرو اړ کړي؟
د پاندیمې له پیله څخه د پوهاوي چارې پرمخ وړل کیږي.اوسیدونکو ته تشریح او ښیي،چې دعمومي خیراو ښګیڼې په پار،کله کله اړېنه بریښي ترڅو، له خپلوګټو، آسانتیاوواو ان ، له خپلو بنسټیزو حقوقو څخه په شا شي.دبیلګې په توګه له تګ او راتګ څخه ،د درملنې په پار ،پرته له دې که تاسو غواړئ او یا نه غواړئ اړیاست هغه تر سره کړئ.داځکه چې ستاسو د ګاونډي ته د ککړیدو ګواښ خورا لوی دی.د چارواکو ټولې لارښوونې او پریکړې هرومرو پلې کړئ او همدا راز واکسین لګول. که په هغه ډله کې ور ګډ شئ چې د کرونا به ناروغی اخته کېدو سره مخامخ دي،په ځواب همهغه آټکل شوي د (واکسین حاکمیت )د(بشر حقوقو څخه سرغړونه) تورونه مو تر غوږونو کیږي .پوښتنه :آیا دا ډول تورونه د سپیناوي دي؟ پوښتنه د بحث وړ او پیچلې ده .له یوې خو دبشر حقوق تلپاتې دي.له بلې خوا،هغه اوسیدونکي چې له ویروس سره په تعامل کې دي او یا په بله ژبه، له ګڼ شمېر وګړو سره په اړېکه کې دي او همدا راز د روغتیا زده کړو،د ټولنې خوراک اوڅښاک په برخه کې او په دولتي بنسټونو او د خلکو په ګڼه ګوڼې محلونو کې چارې پر مخ بیا یی. په ویروس د دوي اخته کیدل د نورو روغتیا او ګواښ سره مخا مخ او د نورو حقوقو تر پښو لاندې کوي. اهمه بریښي چې د اړین انډول په لټه کې شو.
خو؛ دملیونونووګړو د ژوتد ژغورلو له پاره کولي شو د لسو او ان، د زرګونو وګړو باندې محدودیتونه ولګول شي. دا ډول کړنې په وار وار د جګړو په بهېر، د ترهګرې ګواښونو او د اپیدیمې په مهال پلي شوي دي.ښایي (شوني وي)د (هرومرو) مفهوم وړاندې نه کړو،که څه هم ځیني هېوادونه خپل وګړي د واکسین لګولو له پاره په بربنډه اړ باسي .روسیې دا ډول تګلارې نه ده غوره کړی.
واکسین لګول زمونږ په هېواد کې په خپله خوښه او یا په بله وینا؛ په داوطلبانه ډول تر سره کیږي. پرته د ځېنو مصؤبو څخه،چې د ځینو ځانګړې ډلو اوسیدونکو له پاره د اکتبر میاشتي تر وروستیو نیټې پورې د روسیې په ټولوسېمو کې تصویب شوي دي. همدا مهال،د هرومرو یو مخه ېزه واکسین لګول د کارپوهانو او د کورنۍ په چاپیریال کې پر مخ بیول کیږي .
لږ شانتې په بشپړه ډول دې موضوع ته راګرځم ، اړ وم ،چې وار له مخه د هغه په اړه خپل لید لوری وړاندې کړم.ټول هېوادونه د واکسیون په پلې کولو کې په درېو ډلو ویښل شوي دي .
الف:هغه هېوادونه چې هلته د واکسین لګولوهرومرو دي.
ب: هغه هېوادونه چې هلته د واکسین لګول ځانګړو اوسیدونکو ته بیل شوی دی.
ج:هغه هېوادونو کې چې اوسیدونکي یې په کامله توګه خپلواک دي .
لکه چې مې وړاندې ورته ګوته ونیوله، روسیه د (ب) په ډله کې ځای لري.
همدا مهال،په روسیې کې په هغو وګړو د حقوقو محدودیتونه پلي کیږي چې واکسین شوي نه وي او دا محدودیت نورو هېوادونوته د تګ مخنیوی،د زده کړې اوصحي په بنسټونوکې دهغوي نه منل،له دندې ګوښه کول اوپه دنده نه ګمارل دملی واکسین تردې دمه په ملي کلیز کې نه دی راغلی. د واکسین نه لګولو په تړاؤ د اوسیدونکو اداري او جرمي مسؤلیت نه دي په ګوته شوي. دا پداسې مهال کې چې د اړوندو ادارو حکمي شخصیتونومسؤلیت او د واکسین نه پلي کولوپه مهال نسخه جوت شوي دي .په بله وینا؛ وئیلي شو،چې په هېواد کې قوانین دې ته ورته برخو کې تر اوسه خپلواک دي.
بیا بل لور کې،په ځېنو هېوادونو کې(تاجکستان،اندونیزیا،سعودي عربستان دځایي نامتو قیدونو اوشرطونو سره،ایټالیې او ځینو نورو هېوادونوکې د واکسینولګول هرومرودی.دآمریکې په متحده ایالتونوکې په هغو ټولنو کې چې د کارکوونکو دګڼې او شمېرې جوړښت یې زر تنو څخه اوښتي وي واکسیناسیون اویا ټسټ هرومرو دی.د اورپا په ځېنو هېوادونو کې د واکسین نه لګولو له کبله لوړې ناغې(جریمې) ټاکل شوې دي.په ایټالیې کې نه یوازې ناغې همدا راز ترڅنګ یې اداري اړتونونه ټاکل شوي دي .په فرانسې کې د واکسین نه لګول ان،جرمې مسؤلیت ګڼل کیږي. دواکسیناسیون پلې کولو مشروعیت د هرومرو په توګه د بشرحقوقو په چارو کې د اورپا محکمې د ۲۰۲۱ .۸.۴ نیټې پریکړې ( د واوریچکه او نورو دچک دولت مدعیانو قضیې به تړاؤ) تآېید شوې ده. د جبري واکسیناسیون له پاره تدابیر، اداري جریمې، نه لاسرسۍ د وړکتون ماشومانو ته دواکسین نه لګول په نوموړې پریکړې کې منل شوې او په خپله واکسیناسیون په ډموکراټیکه ټولنه هرومرو اړېنه دې. دبشرحقوقو په برخه کې د اورپا محکمې په بیړنېو حالاتو کې پرته له ځاني شخړې ګام پورته کړی اوپیژندل شوي وګړي یې په عملي توګه واکسین کولو ته اړ کړي.دا څکه چې،کله چې د ملیونونو وګړو د ژوند او روغتیا خبره رامنځته کیږي د سیاسي لوبو او له شخصي حقوقو څخه ناوړه ګټه پورته کولومخه دې ونیول شي.
غواړم څرګنده یې کړم چې زمونږ په هېواد کې په لومړي ځل د واکسین لګول د ۱۷۶۹ میلادي کال د دویمې ملکې کاترینې د واکمنې پر مهال د اېما په ترځ کې د آسپې ناروغی پر وړاندې پلی کړای شو. لرغونی چین د دې ډول چلند نوښت ګر اوبنسټ ایښودکی دی .
په پخواني شوروي اتحاد کې د وقایې له پاره مهال ویښ ټاکل شوی ؤ او د آسپې،تیفوس ،ملاریا،توبرکلوز او د ماشومانو ګرزنډ پر واړندې واکسین هرومرو ټاکل شوی ؤ. له بده مرغه دا جوړښت د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو سره سم دا بهېر ودرول .د واکسین پروړاندې چلند جاهلانه تبلیغاتوسېوري غوړلی دی.
دا ډول تبلیغات د بیلا بیلو او غیر مؤثق فاکتورونو پر بنسټ پر مخ بېول کیږي،چې ځیني مهال په لوی لاس اوغیر قانوني کړنو یې مخه نېول کیږي، چې د ټولنې امنیت له څرګند ګواښ سره مخامخ کوي.
همدا لآمل دی چې زمونږ هېواد د واکسیناسیون په مهال لدې ډول ستونزو سره مخامخ کیږي او که ولس ته د قناعت پر لارو چارو لټون باندې بریالي نه شوو،چې دا ډول غیرقانوني چلند اوکړنې د ټولنې به زیان دي،هغه مهال به بیا اړ کیږو ډیرو ستونزو سترګې پر لار پاتې شو.
ډیرې لارې چارې شته ،چې بدبینې او نه ډاډ لړۍ کابو او د خلکو وېرې او اندیښنو ته دپاي ټکۍ کښیږدو.
خلک خپله بېلوټي (مخالفت)دې کې رانغاړي چې د کرونا صد واکسینونه او درمل نوي دي او تر اوسه پدې اړه کره څيړنې نه دی شوي،په بیړه تولید شوي او جانبي عوارض درلودنکې دی.اصلي خبره دا ده ،چې دخلکو په زړونو کې اندیښنې او وېره راټوکوي چې د واکسین لګولو سره سره،د اخته کېده ګواښ په خپل ځای پاتې کیږي.
کارپوهانو ډیرځله دا ډول پوښتنې او ګیلې په بشپړډول او له اسنادو سره ځوابولي دي.د واکسینونو به اړه یې د ثبت او راجستر څرنګوالي بهېر په هکله، هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.د ځینوڅیړنو بیلا بیل پړاؤنه هممهاله تر سره شوي دي ، په بله ژبه د اپدیمې په مهال دا یو نورمال بهېر دی .د واکسین جانبي عوارض څرګند دي او هغه په خاصو ادبیاتو کې وړاندې شوي دي.دځېنو ناروغانو ډله جوته شوې چې دواکسین لګولو وړ نه دي.تر ټولو اهمه دا او په ټوله کې که واکسین شوي وګړی که بیا په ناروغۍ اخته شي ،پرته له درنو پائیلو به په ناروغی اخته شي . دا موضوع د نورو موضوعاتو ترڅنګ کولی شي پر روغتونونو فشار ټیټې کچې ته کښته او په نورو نارغېو اخته وګړوته پاملرنه واړوي اود تګلارې سره سم درملنې او عملیات تر سره کړي.په ځانګړې توګه دا وضیعت د روان کال په مني کې رامنځته شو.دا هغه مهال،چې د ډله ېز د ۴۵٪ خوندیتوب سر بېره ،هره ورځ په روسیې کې د میړنې پیښې تر ۱۰۰۰ تنو پورې ثبت کېدې . د دې له پاره چې خلک د واکسین لګولو ته وهڅول شي ،کارسپارونکو د رخصتیو،د ټولې تنخوآ ورکړې، دانفرادي مناسب کارمهال ویښ سیستم ته مخه وکړه. همدا راز، همهغه سیستم د دولت په کچه فعال دی.داسې چې،کله چې وګړو د واکسین تصدیق درلودلو سره پرته له هر ډول خنډ او ځنډ موکه تر لاسه کړه ،چې له لېرې واټن سېوا په عمومي او ټولنیز د راټولیدو په محلونو کې سېوا ،په حضوري ډول،سیاحت ، کاراو زده کړې کې ګډون وکړي .
دلته د عمومي لید لوری راماتېدو کې د نامتوشخصیتونو څخه نېولې د دولت ترلومړي شخصیت پورې د واکسین لګولو د انځورونو بیلګې خورا اهمې او اغیزمنې پرېوتې . د بازار موندنې په ډول د کرونا ضد درملو بیلا بیلو واکسینونو غوراوي موکې بهېرونه، نه ښایي له پامه وغورځول شي.اړېنه ده چې واکسین ته د لاسرسي کچه لا پورته کړاي شي تر څو وکولاي شي په بیړنۍ توګه تر ټولو مناسبو سېمو کې وړیا واکسین ترلاسه کړی. خو دلته بیا د استفادې وړ واکسینونو د ډولونوپه پراختیا کې اصلي رول نړیواله همکاري او د کوید عمومي پاسپورتونه لوبوي.
که څه هم د وخت په تیریدو سره وروستېو تجربو په داګه او وښودله، چې د کړکیچ په مهال دا ټول موارد د ټولنیزمسؤلانه چلندونو رامنځته کولو کې بسنه نه کوي . همدا راز که د (برعکس)چلندونو اړتیا ولیدل شي ، لکه د هغو وګړو حقوق چې لا یې واکسین نه وي لګولی.له لېرې واټن دچارو پرمخ بېول،له دندو اېسته کول ، د لږمآجب (تنخوا) ورکول به د دې لآمل شي،په عامه ژبه به ، په ټولنه کې به د کووید مرتددینو ډلې ګواښونو رامنځته کولو لآمل وګرځي. دا ډول چلند لکه چې مې مخ کې ورته ګوته ونیوله، په ډیرو هېوادونو کې په فعاله توګه اوس هم ترې ګټه پورته کیږي.څرګنده ده ،چې دا ډول موارد به همدا راز د واکسین علایمو ته په پام د ټاکلي بیلتون د کرښو راڅرګندیدو لآمل وګرځي . خو: دا ډول تدابیر تر یوه بریده پورې اغیزمن او د اکثریت له لوري له هر کلې او ملاتړ سره مخامخ شوی دی.
ځکه د واکسین نه لګولو له کبله به وګړي نه یوازې خپل ځان ته ، ترڅنګ به یې ټولو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته ضرر واړوي ،چې اوسمهال په ډیرو هېوادونو کې د واکسین کولو څخه ډډه کوي.له همدې امله . د قوانینونه بشپړتیا په دغه برخه کې د یو خنډ په توګه آننګیرل کیږي ،چې دې ستونزې ته د ځواب موندل لاهم شتون لري، په زغرده او څرګنده وایم؛دا ځوابونه باید د ټولنې پروړاندې د ګواښ په څېر و منل شی ،چې دپاندیمې له وجې راټوکېدلي دي . په ځانګړې اوضاع کې دد یوه ځانګړي اوسیدونکي آزادې پر ځاي باید د ټولنې امنیت اوسوکالي په لومړیتوب کې وټاکل شي.
له اکثریت څخه ننګه او ساتنه د ولسواکې اصلي بنسټ ګڼل کیږي ، که دا مطلب چا ته په زړه پورې وي او یا نه وي .
پنځم درس : رڼا د تورې شپې پای
د کرونا ویروس د زیان پراختیا په هکله وویل شول.خو؛ بشریت د ټسټ په ځېنو مواردو کې ان، تر ټولو درانه مواردو کې دې ډول آزموئینو څخه ګټه پورته کړي او هغه چاره تر سره کړي ،چې وړاندې یې کله هم ورته پاملرنه نه وي کړې.دتیرو دوو کلنو په تجاربو تر لاسه کولو کې مثبت ټکي هم ترسترګو کیږي ،که څه هم چې د منلو وړ نه وي ، لدې سره سره لامل یې همهغه پاندیمې ده .
عمده ټکی ،چې مونږ ترې زده کړه وکړه ، د ترټولو درندې او له آټکل څخ وتلې ستونزې پروړاندې ، په بیړه غبرګون څرګندول دي .د ۲۰۲۰ کال د فبرورې په وروستېو کې چا یې آټکل هم نه شو کولی چې د دومره لوي کار دې په لنډه موده کې تر سره کول شوني دي . د روغتیا پالنې اغیزمن جوړښت پلی شو.د حکومت ارګانونونه له پاره نوی اصول وټاکل شول. د ژوند ژغورلو اړتیایي برخې مواد لکه درمل ،واکسینونه،خوندي ساتونکي وسایل عادی حالت ته راوګرځیدل، نوي روغتونونه ودان اوګټې اخیستنې له پاره چمتو شول. هېوادوالو ته د اطلاع رسول بریښنایی یوې ډاډمنې دستګاه په چارو پیل وکړ. دا کار د ډیرو هڅو او لګښت په پای کې تر سره شو.دا ډول تجارب د راتلونکي له پاره خورا اهم دي.
COVID-19 څلورم صنعتي بدلون ګړندیتوب وربخښلی دی. د ۲۰۲۰ کال د مارچ ماشتې راهیسې له لېري واټن (آنلاین) څخه د خدماتو د ګڼې او کیفیت په هیښوونکي ډول پورته تللي دي.لکه غذایي مواد،دولتي خدماتو وړاندې کولو ته لاسرسۍ، نه آټکل شوي فرهنګي ناستې ،د بانک لوري تنخواګانې ،له لیرې واټن زده کړه او د وګړو تر منځ د بیړني اړیکو او یا په بله ژبه د تماس موکې برابرې کړاې شوې. آنلایني ابزارو خپله پښه زمونږ په ژوند کې پخه ټېنګه کړې ده ،چې د روږدي کېده وېره تر سترګو او د ورځې اړتیا په بڼه واوړي.
بل خوا ،یوه نوې ستونزه راټوکېدلې ده که په تیر کې ورته دومره پاملرنه نه کېدله: د ښار میښتو ، دولت او د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکو ترمنځ واټن او د عدالت نه پلي کیدل دي .همدا راز ،نن ورځ په نغدي ډول راکړه ورکه ورغورځول شوه . له نغدي راکړې ورکړې په غیر نغدې راکړې ورکړې د عمومي بدلون بهېر پر مخ درومي .خو ؛د بیلابیلو څېړنو پر بنسټ ۱،۷ میلیارد تنه وګړي په بله ژبه د ځمکې ۲۲٪ اوسیدونکي لا هم بانکي تکنالوجې ته لاسرسۍ نه لري. وګړي له دیجتالي او ثابت انترنیت لرلو څخه بې برخې دي ،چې د ژوندانه له اهمو او حیاتي امکاناتو څخه لېرې پاتې دي.
پاندیمې د کارکوونکو او کار ورکوونکو تر منځ بنیادي بدلونونه له ځان سره راوړل .ډیر یو ډوله مراحل، له هغې ډلې څخه د اسنادو طی مراحل (ډیجیتالي ) شوي دي. د کارګمارنې نوی ډول رامنځته شوی دی،په بله ژبه له لېرې واټن د دندې ترسره کول . که وړاندې له لېرې واټن د دندې تر سره کول یوه ځانګړتیا ګڼل کېده، یو کارکوونکي د ثابت انترنیت درلودلو ترڅنګ نور ورته کارورکوونکی ،د دندې پرمخ بیولو ځای او ان، ښار ورته په زړه پورې نه ؤ، د خاورینې نړۍ په هرګوټ کې ژوند غوره کړي .د خلکو د میښتېدا بهېر په لړ کې له آسانتیاوو ډک محلونو کې او همدا راز د سیمې په کچه انترنیت سرچېنو ته د لاسرسي ،اړتیا پورته تللې ده.
همدا راز،له لېرې واټن څخه د کار کولو د چارو د سمون اړتیا له حقوقي اړخه د قانوني طی مراحل کولو د دولتونو دنده او دې پوښتنو ځوابولو پورې تړلې ده. آیا شونې ده ،چې هغه مامورین چې له لېرې واټن څخه خپله دنده پر مخ بیایي، لږ ماجب او یا تنخوآ ورکړل شي، کاري حقوق یې څنګه ورته چمتو شي،کومې پولې او امتیازات ورته وټاکل شي .دې ډول دندې پر مخ بېولو ته اړېنه بریښي چې تر څو یوه کره تګلاره جوړ شي ، چې دا په خپله یو اوږد مهاله او له پیچومو ډکه چاره بریښي. له لېرې واټن څخه د دندې پر مخ بېولو د کار په قانون کې په لنډه موده کې تعدیلات تصویب شول ، همدا ګام د دې لآمل شو ،چې بې شمېره کارکوونکي وساتل شي چې له لېرې واټن څخه خپلې دندې پر مخ بیایي.
اوس د دې ډول تړونونو د تجاربو راټولو بهېر باندې چارې جریان لري. څرګنده ده چې اختلافونه به ډیر وي .
په ټولنه کې له لېرې واټن څخه د زده کړې بهېر په تړاؤ په ښوونځېو او په پوهنتونونو کې بیلا بیل غبرګون له هیچا پټ نه دي او پر خپل ځای پاتې دي.له یو پلوه،دا جوړښت دیجیتالي پیړۍ پر لور یو ګام وړاندې وګڼل شي.له لېرې واټن په مټ زده کړه د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې خلکو ته په مساویانه توګه د زده کړې موکه برابره کړېده او د زده کړو برنامو ته د په یو ډول لاسرسۍ رامنځته کړی دی. له بلې خوا،په ډیرو برخو کې ښه زده کړه د حضوري ډول په چوکاټ او له ښوونکو سره د نیغ په نیغه اړیکو کې ترلاسه کیدلی شي .دلته هم اړېنه ده ،چې یو منطقي انډول باندې بریالي شواو په ټوله کې اداري،قانوني او مالي موضوعاتو ته پاملرنه شي.
د پاندیمې له کبله همدا راز یوه بله اغیزه شتون لري چې له اطلاعاتي ، ډله ېز رسنېو او د احصائیې شمېرو برخو سره اړخ نه لګوي .په خپله د ویروس سره د پیاوړې مبارزې په برخه کې همدا راز اړیو،چې د اطلاعاتي درندو بریدونو او دخبرونو سیلاب وړاندې ګامونه پورته کړو،چې په ټولنه کې د هر ډول وېرې ، ترهې او اړو دوړ مخه ونیول شي.
له همدې امله د COVID-19 په اړه بیلا بیلې څېړنې او د ورکړل شوو ریپوټونو شاوخوا پنځمه برخه ،جعلي خپریږي . دا ډول ارزونې لا هم خوشبینانه دي.ډیر دولتونه په ګڼ شمېر لوبو باندې بوخت دي ،چې عامه افکار په خپله ولکه کې وساتي او ټکنی ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي .عمومي مخاطیبینو ته د کره معلوماتو راټولو،د احصائیې کره چڼ، هراړخیزه معلومات او همدا راز د پوهاوي او خبر رسولو د نوي ډول او سنجول شوو نویو تګلارو باندې د غور اړتیا لیدل کیږي .
په روسیې او نورو هېوادونو کې همدا راز دغیرمؤثقو،پارونکو اطلاعاتوخپرولو مخنیوي او مسؤلیت منلو په تړاؤ جدي تدابیر په پام کې نیول شوي دي . اړېنه نه ده چې دا موارد دې د بیان آزادي محدودیت او یا سانسورپه توګه ونومول شي .دلته یواځي جعلي اطلاعات(ډیر مهال خپریږي ) په هغو شرآیطو کې په ګوته شوي ،چې هره بې پروا کلمه کولی شي ګواښوونه او په ټولنه کې د کړکیچ او ان دجرمونو لامل شي.
شپږم درس: ویروس،چې مودې به له مونږسره وي.
که وغواړو او یا ونه وغواړو، د کرونا ویروس زمونږ ژوند ته ننوتی دی او تر مودو به زمونږ په ژوند کې پاتې شي ان، که بشر د واکسین لګولو وروسته جمعي روغتیا خوندي وساتي، په لیرې پرتو سېمو کې به د ککړتیا نوو څپو موکه پر خپل ځای پاتې شي.ټول بنسټونه شتون لري.که آټکل وکړو چې په راتلونکو میاشتو کې وضیعت کابو شي، خو یو بله موضوع څرګنده ده ؛ مونږ اړ یاستو،چې په راتلونکي کې د دې ډول ګواښونو پر وړاندې تل له پاره چمتوالی خوندي وساتو. دا امر د نړۍ له ټولو دولتونو څخه غواړي د خپلو هېوادونو اوسیدونکو د ژوند، روغتیا او سوکالي جوړښتونو ساتنه کې پاملرنه وکړي. د اقتصاد او ژوند برخې په تکنالوجي سمبالښت اړین دي اړېنه ده چې دځواک ډیرې سرچینې او په ټولنه کې اصلي ټکو د عدالت ټینګښت ، بیلابیلو زیان منونکو کتګوریو وګړوڅخه ننګه او ملاتړ او همدا راز د بیړني حالت په مهال د ګټې پورته کولو په موخه په عامه ژپه د (( Airbag)) بنسټ ایښودل.هر یو اوسیدونکي ته د با کیفیته صحي مرستو لاسرسۍ، څه بیړني او څه عادي، درملو، واکسینونو او حفاظتی وسایلوباید تضمین شي . د دې برسېره، هغه نور امکانات چې خلک د شیرازه او سوکاله ژوند موکه ترلاسه کوي.
دوو کلنو پیښې د مدنیت په تاریخ کې تلپاتې اغیزې له ځانه پریښودې .روسي لیکوال فئیودر دستایوفسکي لیکلي ،چې (( هر انسان د ټولو انسانانو پروړاندې او د خلکو پروړاندې یو ډول مسؤلیت لري)) اوس مونږ هر یو ته اړېنه ده،چې د خپل فردي مسؤلیت ترکچې پورې د ځاني روغتیا او د نورو انسانانو د امنیت په هکله بیا ارزونه وکړو.د هرهغه څه چې په نړۍ کې رامنځته کیږي ،مسؤلیت یې زمونږ پر غاړه دي، په ټوله کې د ټول بشر مسؤلیت زمونږ پر غاړه دی .