دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

    امیرخان متقي له ډیکارلو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

    امریکا شپږ تنه افغان او کیوبايي وګړي ګیانا ته لېږلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

    امیرخان متقي له ډیکارلو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

    امریکا شپږ تنه افغان او کیوبايي وګړي ګیانا ته لېږلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

سپتمبر 18, 2019
in افغانستان
0 0

د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته، وسله والو طالبانو په کابل او پروان کې دوه ځانمرګي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړي ووژل شول او پړه یې وسله والو طالبانو ومنله. په ورته وخت کې امریکا، جرمني او ملګرو ملتونو دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او په خبره یې، په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ جوړول بشري جنایت دی.

تېره ورځ د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین غونډه جوړه شوې وه. د غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و. له سختو تدابیرو سره سره، ځانمرګي بریدګر دغه غونډه په نښه کړه او نږدې ۶۸ ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. د پروان ولایت ځایي چارواکي وايي چې ځانمرګی بریدګر په موټرسایکل سپور و او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې غرمه مهال په پروان کې ځانمرګی برید شوی دی او په پېښه کې د څلورو نظامیانو په ګډون، ۲۶ کسه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مسیر ورځپاڼې ته وویل، چې په وژل شوو او ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

بلخوا له دې پېښې څه باندې یو ساعت وروسته په کابل کې هم ځانمرګی برید وشو. برید د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د احمدشا مسعود له څلور لارې سره د ملي دفاع وزارت پېژنتون ته نږدې وشو. کورنیو چارو وزارت د پېښې د تایید تر څنګ وايي، چې په پېښه کې د شپږو نظامیانو په ګډون، ۲۲ ملکیان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي. دغه برید په داسې یوه سیمه کې شوی چې د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي او شاوخوا ته یې لسګونه استوګنیز کورونه هم شته دي. وسله والو طالبانو د یادو دواړو بریدونو مسوولیت منلی دی.

کورنیو چارو وزارت بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې وسله والو طالبانو بشري جنایت تر سره کړی دی او د عامو وګړو په منځ کې یې چاودنې کړې دي. دغه وزارت وايي، د یادو پېښو له عاملینو د عامو وګړو غچ اخلي.

له دې سره هممهاله ولسمشر غني هم یاد بریدونه غندلي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو د عامو افغانانو په وژلو یو ځل بیا جنایت تر سره کړ. د ده په خبره، د هغو کسانو وژل چې د ولسواکۍ لپاره را ټول شوي دي او ټول عام افغانان دي، بشري جنایت دی او نړیوال یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل هم په پروان کې د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین د وسله والو طالبانو برید په کلکو ټکو غندلی دی. هغه ویلي چې طالبانو نه یوازې پر عامو افغانانو برید کړی؛ بلکې د هر افغان پر هغو حقونو یې برید کړی، چې دوی یې د ولسواکۍ د تامین لپاره د قانون په چوکاټ کې لري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم د طالبانو برید غندلی دی او هغه یې جنایت بللی دی. دغه ادارې ویلي چې د ښکېلو لورو لخوا د ملکي وګړو وژل او په نښه کول نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی او د جګړې ټولو لورو ته پکار ده چې د عامو افغانانو د ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.

Tags: featured
Share21Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

سپتمبر 6, 2026

هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

سپتمبر 6, 2026

امیرخان متقي له ډیکارلو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

سپتمبر 6, 2026

ولاديمير پوټين: روسيه به هڅه وکړي چې له امريکا او اوکراين سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړوندو پرسونلو امنيت وساتي

سپتمبر 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In