د ټاکنو خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي ویلي، کاندیدان د تلې تر ۲۵ نیټې پورې انتخاباتي کمپاینونه کولی شي. دولتي زیاته کړې چې کاندیدان باید اړوندو قوانینو ته درناوی وکړي. دولتي په ورته مهال له امنیتي ارګانونو غوښتنه کړې چې د کمپاینونو پرمهال د ولسي جرګې د کاندیدانو امنیت خوندي کړي. د ولسي جرګې انتخابات د روانې تلې د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.