د بنګله دېش کمانډو سرتېرو یو تن چې هڅه یې کوله یوه مسافر وړونکې الوتکه برمته کړي، په ډزو وژلی دی. دا الوتکه چې ۱۵۰ سپرلۍ په کې وې، تېره ورځ له دبۍ څخه د بنګله دېش پلازمینې ډاکې ته روانه وه. مشکوک برمته کوونکی وروسته تر هغې وویشتل شو چې الوتکې د بنګله دېش په بل ښار چټاګانګ کې بېړنۍ ناسته وکړه. وژل شوي کس چې ویل شوي ۲۵ کلن و، د الوتکې تر بېړنۍ ناستې وروسته ویلي و چې دی غواړي لومړۍ وزیرې شیخ حسینه سره وویني. د پولیسو په خبره ددغه وژل شوي کس خوا کې موندل شوی ټوپک اصلي نه و. د بنګله دېش د هوایي چلند د ادارې مشر بیا ویلي چې مشکوک برمته کوونکي ظاهراً رواني ستونزه لرله.





































