د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، ټاکل شوې چې روانه زیږیزه میاشت، جون کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه را وبولي. په دغه غونډه کې به د افغانستان اړوند درې میاشتنی راپور هم وړاندې شي. په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشره، روزا اوتونبایوا، د ښځو برخې مشره، سیما باهوس او د اوچا چارواکي هم معلومات وړاندې کړي. افغانستان ته د بشري مرستو رسول به د دغه راپور مهمه برخه وي.




































