په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د سېلابنو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د خوست د ولايت مقام وياند مستغفر ګربز وايي، د دغه ولایت په موسی خېلو، نادرشاه کوټ او صبریو ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی. نوموړی وايي، چې د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې یادو سېلابونو سلګونه جريبه کرنیزې ځمکې او کروندې وېجاړې کړې دي. ورته مهال د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په ګلډاک، ګرداوي، شاکوټي او چکنور سیمو کې د سختو اورښتو او سېلابونو له امله ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او کروندې ترڅنګ استنادي دېوالونه، او فرعي سړکونه هم وېجاړې او یو شمېر خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.




































