د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم، د یاد وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې شوې دي. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته ډیپلوماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کې بللې او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا له ښه نیت او همکاریو څخه مننه کړې ده. نوموړي زياته کړې چې افغانستان لېواله دی د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. یاد پلاوي هم، د مالیزیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د افغانستان وضعیت يې مخ په وده تعبیر کړی دی.




































