د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان په خانکندي ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي. په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا او پانګونې په اړه خبرې کړې دي. برادر د ازبکستان له مثبت دریځ څخه مننه کړې او د افغاني توکو د صادراتو، اقتصادي ثبات، او د بنسټیزو پروژو پر ګډ کار یې ټینګار کړی. ورتهمهال میرضیایف ویلي، هېواد یې چمتو دی افغانستان کې پر بیلابیلو برخو پانګونه وکړي، او د صادراتو، ویزو، بانکي لېږد، او د ترمذ سوداګریز مرکز د پراختیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي. دواړو لورو د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه کړې، چې هر درې میاشتې به ناسته کوي او د پروژو پرمختګ به ارزوي.




































