د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي ویلي، چې هره ورځ له دوغارون پولې څخه شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال وباسي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه له دې پولې څخه تر ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال اېستل شوي دي. د جمشیدي په وینا، د روانې چنګاښ میاشتې ۱۵مه نېټه ایران کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو وروستۍ ضربالاجل مخ په را نږدې کېدو دی چې ورسره د اېستل کېدونکو کسانو شمېر به لا زیات شي.




































