په بلخ ولایت کې یوه خصوصي تولیدي شرکت د لومړي ځل لپاره اروپا ته د ۲۱ ټنه صابونونو یوه کڅوړه صادر کړه. د یاد شرکت مسوولین وایي، چې دا محموله لندن ته استول شوې او له اړوند شرکت سره یې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د صادراتو تړون هم لاسلیک کړی دی. د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس، چې د دې صادراتو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې یې خبرې کولې ویلي، دغه پرمختګ د هېواد د تولیدي سکټور لپاره یو مهم ګام دی. نوموړي ژمنه کړې چې د صنعتکارانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.




































