کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د سرپرست وزیر، د منظورۍ پر بنسټ، ټول پولیس منسوبین مکلف دي چې د دندې پر مهال یونیفورم واغوندي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ګام به ولس ته د پولیسو د پېژندنې په برخه کې اسانتیا برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال تر ډېره پولیس یونیفورم کاروي، خو ځیني یې د دندې پر مهال شخصی جامې اغوندي.




































