بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د افغانستان امنیت، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه او اقتصادي پرمختګ ته د سرپرست حکومت هڅې د یو شمېر هېوادونو له خوا مثبتې ارزول شوي ستايي. خو اعلامیې هغه پرېکړه لیک چې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې شوی رد کړی دی. اعلامیه کاږي چې په پرېکړه لیک کې د بشري وضعیت په اړه ځمکني واقعیتونه له پامه غورځول شوي او د تصویب پر مهال یې د سرپرست حکومت نظر نه دی اخیستل شوی. خو اعلامیې زیاته کړې چې سره له دې به هم سرپرست حکومت دغه پریکړه لیک او سپارښتنې د اسلامي لارښوونو پر بنسټ و ارزوي.




































