د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړېږي. د واغظ ولسوال محمد ایوب جبیر وایي، چې د دې پروژې مالي مرسته په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت له لوري ورکول کېږي. د چارواکو په وینا، له دې شبکې څخه به نږدې ۵۵۰ کورنۍ ګټه واخلي او تمه ده چې کارونه یې په شپږو میاشتو کې بشپړ شي. د جبیر په وینا، دا پروژه یوه ژوره څاه، د اوبو پمپ، ۸۰۰ متره پایپونه او یوه د اوبو ذخیرهتون لري، چې یو لک لیټره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.




































