په میدان وردګو ولایت کې د پرمختګ عامه کتابتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دولتي او ځایي مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او مخورو په حضور کې پرانیستل شو.

ددغه عامه کتابتون ودانۍ د وردګو ولایت چک ولسوالۍ د شیخ یاسین په کلي کې د هوډ تعلیمي او ټولنیزو خدماتو موسسې د بنسټګر ننګیالي اتل په نوښت جوړه شوې ده.
یاد کتابتون په معیاري او اساسي ډول ډیزاین او رغول شوی چې دې د ۱۲ زره عنوانه کتابونو د ذخیرې او په یوه وخت د سلو کسانو د مطالعې ځای لري.
د دې کتابتون د مسوولینو په وینا له دې بنسټ څخه به د سیمې هره طبقه وګړي په وړیا توګه د مطالعې او څېړنې د بډاینې لپاره استفاده کولای شي.




































