د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر او اړوندو سیمو ته د هغوی د لېږد پروسې څخه په کابل کې لیدنه وکړه. حنفي د روغتیا، خوړو او اوبو برابرولو په ګډون د بېلابېلو خدماتي برخو کې د ټاکل شویو پلاوو هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې سرپرست حکومت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د ژوند مناسب شرایط برابر کړي. نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې، ترڅو د کډوالو اساسي اړتیاوو ته لا زیاته پاملرنه وشي.




































