د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې افغانستان دامهال د اړتیا وړ مالګه په کور دننه تولیدوي او د مالګې پراخ او لوی کانونه لري. اقتصادي معاونیت ویلي چې په سمنګان، فاریاب، هرات، غور، بلخ، تخار، پکتیا، غزني، کندهار او پروان کې د مالګې کانونه شته او په مسلکي ډول یې د استخراج چارې روانې دي. یاد معاونیت ویلي، چې افغانستان د کال ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري، خو له یادو کانونو په میاشتني ډول ۲۸ زره او په کلني ډول ۳۴۴ زره ټنه مالګه استخراجیږي چې د هېواد اوسنۍ اړتیاووې پوره کوي.




































