د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله ډېرې کرنیزې ځمکې لهمنځه تللې دي. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، چې په سېلاب کې یو بند پاتې ځوان هم د ځايي خلکو له لوري ژغورل شوی دی. د ځايي مسوولینو ویلي، تېره ورځ د جلال اباد ښار تر څنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم زورور توپانونه تېر شوي؛ خو لا یې د زیانونو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.




































