د راپورونو له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني اعلان کړی چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه له دغه هېواد څخه ۸۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي. نوموړي ویلي چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه وتلي دي. مومني زیاته کړې چې د ایران په څېر لوی هېواد په متمرکزو بڼو نه شي اداره کېدلی او په اوسنیو شرایطو کې باید واکونه تفویض شوی وای، څو د ایستلو بهیر ساده او چټک شي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې ایران له افغان کډوالو سره چلند سخت کړی او د هغوی ایستل یې ګړندي کړي دي.




































